کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله د ننګرهار د امنیې قوماندان زړور زاهد او د کابل د پولیسو د دویمې حوزې اړوند د وژل شوو سرتېرو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وږي په ٢١مه د ماین په چاودنه کې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ووژل شو.
دغه راز تر دې وړاندې د وږي په ١٥مه د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د دفاع وزارت مخې ته په ځانمرګي بريد کې د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې چې نن ماسپښين د کابل په عيدګاه جومات کې ترسره شول، پر ولسمشر سربېره اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د کابینې ځينو غړو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او د هېواد ملي او سیاسي شخصیتونو حضور درلود.
سرچينه کاږي، ولسمشر او په دغو مراسمو کې نورو ګډونوالو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو وژل شويو سرتېرو پاک روح ته، په ځانګړي ډول زړور زاهد او د وروستیو پېښو قربانيانو ته دعا وکړه.
سرچينه زياتوي، ولسمشر یو وار بیا د مل پاسوال زاهد او د کابل د دویمې حوزې پولیسو د وژل کېدو له امله د هغوی کورنیو او دوستانو ته تسلیت ورکړ او قربانيانو ته یې د خدای په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن