ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نجراب کې چاودنې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په نجراب کې چاودنې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
17 Sep 2016 - 08:41
په نجراب کې چاودنې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
17 Sep 2016 - 08:41

محمودراقي (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د کورنيو چارو وزات د تفتيش د پخواني رييس پر موټر په کاپيسا ولايت کې د سړک غاړې د ماين  چاودنې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس حسين سنجني د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېر مازديګر په نجراب ولسوالۍ کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې په چاودنه کې د کورنيو چارو وزارت د تفيش د پخواني رييس جنرال عبدالحکيم څلور کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

سنجنى وايي چې په دې چاودنه کې په خپله جنرال حکيم ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي چې د امنيې قوماندانۍ د ځانګړو ځواکونو ځيني سرتېري نجراب ولسوالۍ ته خپلې دندې ته روان وو چې له يادې ولسوالۍ سره نږدې د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې شوې ده.

خو د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د پوليسو د ځانګړې قطعې  درې سرتېري وژل شوي او مرستيال يې ټپي شوی دی.

بلخوا د سيمې يو اوسېدونکی زاهدالله  وايي چې په ياده پېښه کې په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو د استازي ميرداد نجرابي ورور  هم ټپي شوی دی.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

د يادونې ده، د کاپيسا نجراب، اله سای او د تګاب ولسواليو يو شمېر سيمې نا امنې دي او  ډېری وخت د سړک غاړې د ماين چاودنې په کې رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.