ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د تړلو ښوونځيو د بیا فعالولو هڅې روانې دي

په کندهار کې د تړلو ښوونځيو د بیا فعالولو هڅې روانې دي

author avatar
17 Sep 2016 - 17:04
په کندهار کې د تړلو ښوونځيو د بیا فعالولو هڅې روانې دي
author avatar
17 Sep 2016 - 17:04

کندهار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥):  په کندهار کې د رضاکارو ځوانانو يو فدراسيون هڅه کوي بېلابېل کمپاينونه ترسره کړي، څو په دغه ولايت کې تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.

په کندهار کې د نا امنيو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ١٣٩ ښوونځي تړلي دي.

د کندهار د پوهنې رياست چارواکو هم دوې اوونۍ وړاندې د نوي ښوونیز کال د پيل پر مهال خبر ورکړ چې سږ کال به د بندو ښوونځيو له ډلې ٣٠ ښوونځي بېرته پرانيزي.

په کندهار کې د رضاکارو ځوانانو د فدراسيون مشر سردارمحمد باراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوي ښوونیز کال له پيلېدو سره جوخت يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو په موخه کمپاين پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، کندهار د پوهنې په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دى، دغلته نه يوازې تر سلو ډېر ښوونځي تړلي، بلکې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري، تر ٨٠ سلنه ډېر زده کوونکي کتابونه نه لري.

بارانى وايي، د دوى د کمپاينونو موخه دا ده چې خلک بيدار شي، خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او اړوند مسوولين د پوهنې د بهير د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.

د ده په خبره، د پوهنې د ولايتي او مرکزي ادارې مسوولين بايد د نمايشي کارونو پر ځاى عملي ګامونه واخلي او د دغه ولايت د پوهنې بهير په پښو ودروي.

باراني د پوهنې پر رياست نيوکه کوي او وايي، که له يوې خوا په کندهار ښار کې د پوهنې بهير پيکه دى، نو په ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې حالت تر دې هم خراب او ټکنى دى.

دى وايي، له بده مرغه د دغه ولايت د پوهنې رياست اداره نه ده توانېدلې چې د پوهنې بهير ولسواليو ته ولېږدوي او د خلکو اولادونو ته د معياري زده کړې اسانتياوې برابرې کړي.

باراني د کندهار د پوهنې رياست او ولايتي اداره مسوول ګڼي چې په ولسواليو کې تړل شوي ښوونځي پرانيزي، د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي او د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دى وايي، په دې برخه کې په خپله ولس هم مسووليت لري چې بيدار شي او د خپلو اولادونو حقوق وغواړي.

نوموړى زياتوي، د رضاکارانو ځوانانو فدراسيون به خپلو کماپينونو ته دوام ورکوي، څو چارواکي د پوهنې اړوند ستونزو ته متوجه کړي او هغوى وهڅوي چې د هواري لپاره يې لاس په کار شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.