ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو را اړول شوو افغانانو په نيمروز کې سوال کولو ته مخه کړې

ځینو را اړول شوو افغانانو په نيمروز کې سوال کولو ته مخه کړې

author avatar
17 Sep 2016 - 14:02
ځینو را اړول شوو افغانانو په نيمروز کې سوال کولو ته مخه کړې
author avatar
17 Sep 2016 - 14:02

زرنج (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): يو شمېر هغه افغانان چې د کار لپاره له هېواده بهر تللي او بېرته افغانستان ته را شړل شوي، خپل کور ته د کرايې د نه لرلو له امله په نيمروز ولايت کې سوالګري کوي.

د فراه ولايت اوسېدونکى شمس الدين يو له همدغو کسانو دى چې کور ته د تګ کرايه نه لري او اړ شوى چې په زرنج ښار کې سوال وکړي.

هغه وايي چې څو مياشتې وړاندې له غير قانوني لارو (قاچاقي) د کار په موخه ايران ته تللى و.

دغه ٣٥ کلن کس په داسې حال کې چې د سړک تر څنګ يې له لارويانو د مرستې غوښتنه کوله، پژواک ته وويل: ((٢٠ زره افغانۍ مې پور کړې، قاچاقبر ته مې ورکړې، ١١ ورځې مې لار ووهله او په ګڼو ستونزو ايران ته ورسېدم، څو ورځې وروسته په کار شوم، خو دا چې په هغه هېواد کې مې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، له ٣ مياشتو وروسته د ايران دولت ونيولم او بېرته يې را واړولم.))

هغه وايي چې په ايران کې يې په يوه ودانۍ کې کار کاوه، د ورځې يې ٥٠ زره ايراني تومان اخيستل چې د زرو افغانيو معادل دي، خو د درېيو مياشتو ټوله مزدوري يې د کار له مالک سره پاتې شوه او له ايرانه را ايستل شوم.

هغه وويل: ((کور ته د تګ کرايه نه لرم، اړ يم چې سوال وکړم.))

د فراه دغه اوسېدونکي وويل: ((په ايران کې ګڼ ودانيز کارونه غير ايرانانيان په اجاره اخلي، کله چې د کارګر د مزدوري د ورکړې وخت را ورسېږي، د کار خاوند خپل کارګران ايراني پوليسو ته په لاس ورکوي چې ګني قانوني اسناد نه لري، دوى له پولي را اړوي او پيسې يې د کار له مالک سره پاتې کېږي.))

د فارياب ولايت اوسېدونکى عبدالرحيم چې دوې اوونۍ وړاندې د کار لپاره ايران ته تللى و، دا چې قانوني اسناد ورسره نه وو د ايراني پوليسو له لوري ونيول شو او دوې ورځې وروسته يې را واړاوو.

هغه وويل چې ټولې پيسې ترې د ايران پوليسو واخيستې: ((اوس يوه افغانۍ هم نه لرم، اړ يم چې سوال وکړم، څو د کرايې پيسې پيدا کړم او کور ته ولاړم شم.))

د لوږې د له منځه وړو، بېوزلۍ کمولو او په هېواد کې د کاري فرصتونو د پيدا کولو په موخه پر ګڼو نړيوالو او ملي ژمنو سربېر هم بېوزلي د افغانستان له لویو ستونزو ګڼل کېږي او دې ښکارندې ډېر وګړي اړ کړي چې يا هېواد پرېږدي او يا هم په کوڅو او بازارونو کې له نورو سوال وکړي.

د سردار په نوم يوه را اړول شوي او د غور اوسېدونکي وويل، پخوا يې د نيمروز مرکز زرنج کې کوچنی پلورنځى درلود، يوه مياشت وړاندې د کار لپاره پاکستان، له هغه ځايه ايران او د ايران له اروميه ښار نه ترکيې ته روان شو چې د ترکيې پولې ته نږدې د څو کردي ژبو کسانو له لوري ونيول شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.