غزني ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): په غزني کې روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول څانګې مشر ډاکټر محمد نسیم ابرار د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې پر کانګو ناروغي د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دى.
ده زياته کړه، په روان کال کې په غزني کې پنځه د کانګو پېښې ثبت شوې چې دوه تنو يې تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو پېښو څخه درې د لوى اختر په ورځو کې ثبت شوې چې ټول د يوې کورنۍ غړي وو او دوه تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د نوموړي په وينا، دغه کوم کسان چې پر کانګو اخته شوي، بزګران دي او يا يې په مسلخ کې کار کاوه.
دى وايي: ((د کانګو پر ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دى او که یې ژر تر ژره مخنیوى ونه شي، نو ستر انساني ناورین به رامنځته کړي.))
د غزني د ولايتي روغتون د داخلې څانګې ډاکتر محمد حسين عرفاني پژواک ته وويل، دغه ناروغي د حيواناتو د کنې په وسيله او له ناروغ شخص څخه روغ شخص ته د وينې د ورکولو او بدني اړيکې له لارې انتقالېږي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دې ناروغي عمده نښې شديده تبه، له سترګو او پزې څخه د وينې بهېدل، د عضلاتو درد او پر پوستکي د سور رنګه ټپ پيدا کېدل دي.
ډاکتر عرفاني وايي، دغه ناروغي په لومړيو کې د درملنې وړ ده او په هر چا کې چې دغه نښې ليدل کېږي، بايد ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وکړي.
هغه وويل: ((که چېرې دغه ناروغي د حيوان په غوښه کې وي، نو غوښه بايد ښه پخه کړل شي.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: ((د تره زوى مې د خوست - غزني په لاره په دې ناروغۍ اخته شوى، اوس په خوست کې بستر دى، خو د پوره درملنې لپاره يې کابل ته انتقالوي.))
د شېرمحمد په نوم يوه کس چې د غزني په مسلخ کې کار کوي، پژواک ته وويل: ((زما د خور زوى او درې کسه نور په دې مريضۍ اخته شوي وو، چې درېيو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن