کابل- فراه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): چارواکي وايي، په کابل او فراه ولايتونو کې يو پوليس او د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي، يو پوليس او درې مخالفين ټپيان دي.
د کابل د قره باغ ولسوال عبدالسميع شريفي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سبزرنګ سيمه کې د دولتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال اته وسله وال مخالفين وژل شوي او مړي يې د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
د قره باغ اوسېدونکى او د کابل د ولايتي شورا غړى عادل خان اکاخېل هم د ولسوال څرګندونې تاييدوي او وايي چې په دغو عملياتو کې د دولت درې وسله وال مخالفين ټپيان شوي هم دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د فراه د بالابلوک ولسوال ملا سيدمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ له سهار نه د شپې تر اتو بجو د دې ولسوالۍ په فراه رود سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته روانه وه.
د هغه په وينا، په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى. ده وويل چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دى ته يې کره کچه نه ده معلومه.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې تېره ورځ په فراه رود کې د دولتي ځواکونو اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو رنجر موټر يې تخريب شوى دى.
طالبانو ويلي چې په دې جګړه کې د هغوى يو تن وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن