ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کالدانې ناروغي مخ پر کمېدو ده

خوست کې د کالدانې ناروغي مخ پر کمېدو ده

author avatar
19 Sep 2016 - 11:28
خوست کې د کالدانې ناروغي مخ پر کمېدو ده
author avatar
19 Sep 2016 - 11:28

خوست ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د خوست روغتياي مسوولين وايي چې د ناروغانو په راجلبولو سره يې د لشمانيا (کالدانه) ناروغي کنټرول کړې او د ناروغانو شمېر مياشت په مياشت د کمېدو په حال کې دی.

په دغه ولايت کې د لشمانيا او ملاريا د مرکز مسوول ډاکټر رئيس خان کمالزي پژواک اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله د لشمانيا پېښې هم کمې شوې او د مخنيوي په برخه کې يې هم پرمختګ کړی دی.

نوموړي وويل چې سږ کال د شپږو مياشتو په تېرېدو سره د کالدانې ۴۰۰ مثبتې پېښې لري، په داسې حال کې چې تېر ۱۳۹۴ لمريز کال کې په همدومره کې دا شمېر نږدې ۷۰۰ سوه حساب شوی و.

ډاکټر رييس خان زياته کړه: (( په دې وروستيو کې د عامې روغتيا وزارت موږ ته د لشمانيا د درملنې موثرې ستنې او ځيني نور امکانات راکړي دي. مخکې به خلکو په پيسو د کالدانې تداوي کوله، خو اوس دلته مراجعه کوي؛ ځکه خدمات مو هم وړيا دي او هم ښه دي.))

نوموړي په هېواد کې او يا له هېواده بهر سفرونه، په ښارونو، کليو او بنډو کې د خوسا اوبو ډنډونه او همدارنګه د پشه خانو نه استعمال د لشمانيا ناروغۍ د رامنځته کېدو عمده لاملونه وبلل.

خو هغه وويل چې په ياده برخه کې وخت ناوخت له خلکو سره اړين معلومات شريکوي چې په پايله کې يې تر ډېره بريده خلک د پشه خانو د استعمال پر ګټو او د مياشو له چيچلو څخه د ځان ژغورنې پر لارو چارو پوهېدلي دي.

نوموړی وايي: ((په خوست کې اوس اکثره خلک پشه خانې استعمالوي، خو خوست ته وارده شوې لشمانيا راغلې ده. له پاکستان څخه مهاجرين راغلل، همدارنګه کوچيان هم د لشمانيا په انتقال کې مهم رول لري.))

د خوست د مرکز د خرڅينو سيمې اوسېدونکي کلام جان خپله اته کلنه لور تر لاس نيولې، دغه مرکز ته راوسته او کالدانه د ماشومې په لاس راختلې وه.

کلام جان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د کالدانې څه باندې يو کال پوره شوی، خو له څه مودې راهيسې چې درملنه يې پيل کړې، د کالدانې زخم په رغېدو دی.

هغه وويل: ((پر لاس يې دانه ختلې وه، بيا يې ډېر خارښت کاوه. شين رنګ مو پرې وواهه، خو ښه نه شوه. وروسته چا راته دا کلينيک وښود، دا مې دويم ځل دی چې دلته يې راولم، اوس يې فرق شوی دی.))

د خوست د يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکی اته کلن زين الل، چې کالدانه يې د مخ په چپ اړخ راختلې وه، د خپل مشر ورور په مرسته د لشمانيا او ملاريا د درملنې ياد مرکز ته راغلی و.

زين الله پژواک اژانس ته وويل: ((پنځه مياشتې مخکې مې کالدانه په مخ راختلې، دلته مې خپل ورور راوستلی يم، چې ستنې ووهم او علاج يې وکړم)).

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.