ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې اته پوليس وژل شوي

د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې اته پوليس وژل شوي

author avatar
19 Sep 2016 - 08:52
د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې اته پوليس وژل شوي
author avatar
19 Sep 2016 - 08:52

ترينکوټ (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو د اروزګان په مرکز ترينکو‌ټ ښار کې د پوليسو پر يوې پوستې بمبار کړى او اته پوليس يې وژلي دي.

دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند د کندهار پر لويه لاره د څاګۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د اروزګان د لويې لارې ساتنې د کنډک قوماندان حاجي رحيم الله د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو په ياده سيمه کې د دوى پر يوې پوستې بمبار کړى دی.

هغه زياته کړه: ((کله چې زموږ نور ځواکونه پوستې ته ورسېدل، نو په بمبار کې يو پوليس وژل شوى و چې پر دې مهال پر همدې پوستې بل هوايي بريد بريد شو چې په کې زموږ اوه نور سرتېري شهيدان شول.))

حاجي رحيم الله پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او نيوکه يې وکړه چې په نږدې سيمو کې وسله وال طالبان مېشت دي او سپين بيرغونه يې رپېږي، خو بيا هم دوى پر پوليسو بمبار کړى دى.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلېس کليولينډ وايي چې د دوى ځواکونو پرون په ترينکوټ ښار کې هغه مهال هوايي بريد ترسره کړ چې یوې ډلې وسله والو پر افغان همکارانو وسله والو بريدونه کول.

سرچينې زياته کړې: ((موږ نه پوهېږو چې دغه وسله وال څوک وو، چې پر افغان  ځواکونو يې ډزې کولې، خو افغان او امريکايي ځواکونه دا حق لري چې له ځان څخه د دفاع په خاطر ځوابي بريد وکړي.))

وسله والو طالبانو هم ويلي چې د  امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې يو شمېر پوليس وژل شوي دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.