ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: له حکمتيار سره د سولې هوکړه ليک د خلکو او د هېواد د ګټو خلاف نه دى

عبدالله: له حکمتيار سره د سولې هوکړه ليک د خلکو او د هېواد د ګټو خلاف نه دى

author avatar
19 Sep 2016 - 16:02
عبدالله: له حکمتيار سره د سولې هوکړه ليک د خلکو او د هېواد د ګټو خلاف نه دى
author avatar
19 Sep 2016 - 16:02

کابل ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وايي چې د ګلبدين حکمتيار له اسلامي حزب سره د سولې خبرې يې په جديت او لېوالتيا سره تعقیب کړې او له دغه ګوند سره د سولې له کولو هېڅ اندېښنه نه لري.

د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې سوله د افغانستان د خلکو يوه جدي اړتيا ده او سولې ته د رسېدو له خبرو هېڅ کوم اړخ څه اندېښنه نه درلوده او نه يې لري.

هغه زياته کړه: "په دې ورځو کې زياتې تبصرې وشوې چې موږ د سولې مخالف يو، جګړه غواړو خو د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې د اسلامي حزب سره د خبرو له پيله موږ پروسه په ډېر جديت، لېوالتيا او خوشحالي سره تعقيب کړه او څو مياشتې وشوې چې په متواتر ډول دغه جريان تعقيب کړو او په کې ښکېل وو."

عبدالله زياته کړه: ((څنګه چې سولې ته د رسېدو په برخه کې جدي وو، د سولې خبرو کې  يې هم جدي عمل کړى؛ ځکه چې دغه هوکړه ليک يواځې يو کاغذ نه دى، بلکې داسې سند دى چى عملي بڼه خپلوي.

د حکومت دغه چارواکي وويل چې سوله يوه ملي پروسه ده، مشورې او بحثونو ته اړتيا لري،  له حزب سره د سولې خبرو په دوام کې د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کېدو د مخنيوي لپاره جدي وو، خلک بايد ډاډ ولري چې په دغه هوکړه ليک کې داسې هېڅ نشته چې د خلکو  افغانستان د ګټو خلاف وي.

عبدالله وويل چې له حزب سره د سولې د هوکړه ليک لاسليک د هېواد ټولې ستونزې نه شي حل کولى او ننګونې به شته وي، خو زياته يې کړه چې د ياد شوي هوکړه ليک پلي کول وروستى ګام دى، خو بيا هم بايد دهغو په پلي کولو کې جديت او د مسووليت احساس شته وي.

هغه وويل: ((اسلامي حزب ته ډاډ ورکوم چې ان له پيله له حزب سره د خبرو او سولې ته د رسېدو  په اړه  د پخوانيو شوو کارونو په اړه څۀ ستونزه نه وه او هيله ده چې موږ ټول دغه کار په رښتيني نيت سره د سراسري سولې لپاره يو قدم وبولو.))

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرايي مشر تېره ورځ د خپل ټاکنيز ټيم، ملي شورا غړو او سياسي شخصيتونو سره په مشورتي ناسته کې له اسلامي حزب سره د سولې پر هوکړه ليک هم توضيحات ورکړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: ((موږ د سولې له اصل سره موافق يو، سوله او يو بل منل له اوسنيو ننګونو د وتلو يواځېنۍ لاره ده، هوکړه ليک به له مشورو او خبرو وروسته نهايي شي، اوسمهال د سولې عالي شورا مسووليت دى چى د لاسليک او اعلان په اړه يې تصميم ونيسي.))

اجرايي مشر په دې ناسته کې همدارنګه د ټاکنيز نظام د سمون په اړه د هوکړې له وروستي کېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې له اوږدو بحثونو او نظرونو وروسته بالاخره د ټاکنيز نظام د اصلاح په اړه هوکړه شوې او دا هوکړه به د يوه فرمان له مخې ژر تر ژره اعلان شي.

په دې مشورتي ناسته کې د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ د خبرو، پرمختګونو او خنډونو خبرې وشوې او د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه د احتمالي هوکړې او نورو مسايلو په اړه هم بحثونه وشول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.