کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په زابل ولايت کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د القاعدې يو مرکز له منځه وړی او د دې ډلې پنځه پاکستاني وسله وال يې وژلي دي.
په کابل کې د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د زابل د مېزانې ولسوالۍ د ناصريانو په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د عملياتو په ترڅ کې د القاعدې يوه قرارګاه له منځه وړل شوې او پنځه پاکستاني وسله وال يې وژلي او دوه نور نيول شوي دي.
د ملي امنيت لوى رياست ويلي چې له يادې قرارګاه د ځانمرګو بريدونو دوه واسکټونه، درنې او سپکې وسلې، لاسي بمونه او نور پوځي توکي او مهمات ترلاسه شوي دي.
يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن