ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د درقد ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري

د تخار د درقد ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
20 Sep 2016 - 11:10
د تخار د درقد ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
20 Sep 2016 - 11:10

تالقان (پژواک، د وږى ٣٠ مه ٩٥): د تخار په درقد ولسوالۍ کې ګڼ ښوونځې ودانۍ نه لري او شاوخوا اته زره زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

درقد د تخار له لرو پرتو ولسواليو ده چې څلورو خواوو ته يې د امو سيند بهيږي او اوسېدونکي يې مرکز تالقانو او نورو سيمو ته لومړى په کښتيو او وروسته بيا په موټرو کې سفر کوي.

د درقد ولسوالۍ د مدني ټولنې غړي شېردل پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ نه دي رغول شوې.

هغه وايي چې دغه ولسوالۍ له نورو ولسواليو سره په هېڅ ډول د پرتلې وړ نه ده؛ ځکه په نورو ولسواليو کې د ګوتو په شمېر ښوونځي ودانۍ لري خو دلته يو ښوونځې هم ودانۍ نه لري.

هغه وايي چې دلته زرګونه زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي او اړوند ارګانونه ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

د هغه په وينا، د يادې ستونزې له امله يو شمېر زده کوونکو ښوونځي پرېيښي او کېداى شي ځيني نور زده کوونکي هم ښوونځي پرېږدي.

د درقد ولسوالۍ د کغني ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکي نظام الدين پژواک ته وويل چې ښوونځی يې ودانۍ نه لري او تر ونو لاندې زده کړې کوي.

هغه وايي: ((زموږ کور له مکتب نه ډېرى لرې دى، تر ونو لاندې درس وايو ټول شاګردان کله يوې خوا او کله هم بلې خوا ته ګوري.))

د هغه په وينا، کله چې باران وشي او ځمکه لنده شي نو بيا د يوې اونې لپاره يې ښوونځی رخصت وي.

خو د درقد ولسوالۍ د پوهنې امر رحیم الله قاسمي بيا پژواک ته وويل چې په دې ولسواليو کې ګڼ  ښوونځي ودانۍ نه لري.

قاسمي وايي چې په ولسوالۍ کې د ۱۸ ښوونځیو له ډلې ۱۳ یې ودانۍ نه لري او څه باندې ۸ زره زده کوونکي په ازاده فضا کې تر ونو لاندې او جونګړو کې زده کړې کوي.

هغه وويل: ((زموږ کوم ښوونځي چې ودانۍ لري، بيا مېز نه لري څوکۍ نه لري، لابراتوار نه لري، تشنابونه نه لري، د احاطې دېوال نه لري او نورې ګڼې ستونزې هم لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.