جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.
بلخوا د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکيل حاجي حضرت علي ټپي شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یوه ترافیکي پېښه نن سهار د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د شينوارو کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د سپرليو ټوډي او هينو ډوله موټرو ټکر کړی چې له امله يې د ټوډي درې سپرلي چې دوه يې وروڼه وو، مړه شوي دي.
د والي وياند وويل چې په وژل شوو کې دوه تنه د روداتو ولسوالۍ او يو بل يې د هسکې مينې ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له تورخم څخه د کابل پر لور روان وو.
خوږياڼي د يادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندی تګ په ګوته کړ.
د يو بل خبر له مخې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي هم په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى دى.
د هغه د کورنۍ يوه غړي پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه وړمه ورځ د کابل– جلال اباد پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې حضرت علي اوس د کابل په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن