کابل ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د کلو بيارغونې او پراختيا وزير د هېواد په ١٦ ولايتونو کې د ٢٨ پراختيايي پروژو د لاسليکولو پر مهال وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې به په ټولو ٣٤ ولايتونو کې د شاوخوا ٢٢زره پراختيايي پروژو کار بشپړ شي.
د کلو بيارغونې او پراختيا وزير نصيراحمد دراني په دغو مراسمو کې وويل چې په يادو ٢٨ پروژو کې د سل کيلومتره سړک جوړول، د ١٧٣ متره پلونو او پولګوټو جوړول، د ٢٠٥ کيلومتره سړک ساتنه او مراقبت، د بېرته را ستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو د احاطوي دېوال جوړول او د همدغو ښارګوټو لپاره د څښاک اوبو چمتو کول شامل دي خو په دې اړه يې زيات جزئيات ورنه کړل.
د هغه په خبره، د دغو پروژې ټوليز لګښت ٩٢٦،٦ ميليونه افغانۍ کېږي چې د وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي او په سمنګانو، بغلان، تخار، لغمان، کندهار، کابل، بلخ، غور، باميانو، فارياب، جوزجان، کاپيسا، پروان، پنجشير، فراه او پکتيا ولايتونو کې به پلې شي.
هغه وويل چې د دغو پروژو کار د هغو حجم ته په پام سره په بېلابېلو پړاوونو کې له دوو تر درېيو کلونو پورې د هغو شرکتونو له لوري پلي او بشپړېږي چې نن ورسره قرار دادونه لاسليک شول.
هغه زياته کړه: ((د پروژې د کيفيت په برخه کې زور او مصلحت نه منم، يواځې د پروژو با کيفيته پلي کېدنه غواړم او په دې برخه کې مې د وزارت څارونکې ډلې غښتلې کړې او غواړم چې ټولې پروژې په ښه ډول او کيفيت سره پلې شي.))
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي عبيدالله رامين هم د جرګې په نننيو مراسمو کې وويل چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د دغه ولايت د خلکو په وضعيت کې ښه والى او مثبت اغېزې وليدل شي.
د صالح اعجاز ودانيز شرکت مشر مولوي امين الدين چې شرکت يې په بغلان ولايت کې د ٢٨ کيلومتره سړک د جوړولو مسووليت پر غاړه اخيستى، وايي چې شرکت يې خپله نهايي هڅه کوي چې پروژه په ښه ډول او ټاکل شوي وخت سره عملي کړي.
د کلو بيارغونې او پراختيا وزير نصيراحمد دراني د معلوماتو له مخې، د روان ١٣٩٥ مالي کال (د ١٣٩٤د مرغومي لومړۍ) د وږې تر ٢٥مې نېټې پورې په ټوليز ډول نمډې يوولس زره پروژې ( د نوو او انتقالي پروژو په ګډون) چې لګښت يې ٢٩٢.٧ ميليون ډالره کېږي، د ترانسپورټ، اوبو لګولو، د څښاک اوبو چمتو کولو، ښوونې او روزنې، برېښنا او ځايي پراختيا په برخه کې په ټولو ٣٤ولايتونو کې پلې شوې دي.
هغه وويل چې اوسمهال په بېلابېلو سکتورونو کې د ٢٠٤٣ پروژو کار په ټول هېواد کې دوام لري چې ټوليز ارزښت يې ١٤٥ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د هغه په خبره، د وزارت د ١٣٩٥ لمريز کال پراختيايي بوديجه يې ٢٥٨،٨ ميليون ډالر ده چې ٦٢ سلنه يې تر اوسه لګېدلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن