لښکرګاه (پژواک،۳۰ وږی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې په ځینو جلا امنیتي پېښو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او درې نجونې وژل شوې، درې پوليس او دوه ښځې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ په پارچاوې سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سلطان محمد نادري وژل شوى او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د سيمه ييزو پوليسو هاموې ټانګ په ٨٢ ملي متري توپ ويشتلى دى چې له امله يې دغه مرګ ژوبله را منځته شوې ده.
ده وويل چې د نورو پوليسو په ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو په ناوې ولسوالۍ کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د ياد قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((ځوابي ډزې ځکه نه دې شوې چې له دغو پوليسو سره د مرستې لپاره هلته څوک نه وو.))
وسله وال طالبان هم ياده پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى او ګڼ شمېر نور پوليس ټپيان دي.
دغه راز ځواک وويل چې پرون وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د پوپلزو ښاخ په سيمه کې د هاوان يوه مرمۍ د ملي اردو پر پوستې ور ویشتې ده.
هغه وايي چې د هاوان دغه مرمۍ په پوستې نه، بلکې د ملکي خلکو پر کور لګېدلې ده.
ده وويل چې د يادې مرمۍ لګېدو له امله درې ماشومې نجونې وژل شوې او دوه ښځې ټپيانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن