جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو له امله د داعش ٣٣ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه تېره شپه ناوخته په اچين او کوټ ولسواليو کې ترسره شوي دي.
د نوموړي په وينا، په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ٣٠ او په اچين ولسوالۍ کې درې د داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند وايي چې په یادو بريدونو کې د داعش وسله والو ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
خوږياڼي وويل چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو له ازادو سرچينو څخه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن کار دى.
اچين او کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې په کې داعش وسله والو ډېر فعاليت درلود او په دې وروستيو مياشتو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې يو شمېر سيمې له دوى پاکې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن