ترينکوټ (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د اروزګان ځايي چارواکي وايي چې پر ترينکوټ ښار د وروستيو بريدونو له امله تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ بېځايه شوې دي.
چارواکي وايي چې دغه کورنۍ دښتو او نورو خوندي سيمو او کندهار ولايت ته تللې خو دوى هڅې پيل کړې دي چې ورته مرستې ورسوي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بېځايه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، تېره ورځ دغه ولايت ته د دريو بهرنيو هېوادونو اسټراليا، جرمني او هالنډ راغلو سفيرانو ژمنه وکړه چې د وروستيو جګړو له امله له بېځايه شوو سره به مرسته کوي او د ترينکوټ- کندهار لارې په خلاصون او جوړېدا کې به هم همکاري کوي.
والي د امنيت او عملياتو په اړه وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې تر ۲۵ ډېر وسله وال بريد کوونکي وژل شوي چې جسدونه يې هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د هغه په وينا، دا چې په ترينکوټ کې ګڼ باغونه شته او وسله وال مخالفين د خلکو له کورونو د جګړې د سنګرونو په توګه ګټه اخلي، نو دوی ته لږ ستونزمنه ده چې ژر پرمختګ وکړي، له همدې امله په احتياط سره عمليات پر مخ وړي.
د اروزګان د امنيتي حالت د ښه کېدو په اړه که څه هم دولتي چارواکي ډاډمنې خبرې کوي خو له دغه ولايته لا هم د نا امنيو له امله کډې روانې دي او اوسېدونکي یې وايي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ترينکوټ کې لا هم د شپې د تيارې په راتګ سره د سپکو او درنو وسلو غږونه ماشومان او لويان خوب ته نه پرېږدي؛ دلته هوايي سړو مرميو هم ډېر کسان له ژوند بې برخې کړي چې د پړې ګوته يې دقيقاً يوه لور ته هم نه شي نيول کېدای.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن