ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او درېيو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه ټپيان دي.
د ميرزکې ولسوالۍ امنيه قوماندان ابراهيم منګل پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د دې ولسوالۍ د لويې لارې پر سر د پوليسو تلاشۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او يو پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
ده وويل: ((دغه کسان ټول د لارې مسافر وو چې په لاره تېرېدل او له دې پېښې سره مخ شول.))
خو د ميرزکي ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي سيد ولي پژواک ته وويل چې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
هغه وايي چې لومړۍ چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر او دويمه يې هم د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.
هغه وايي چې دغه چاودنې مرګ ژوبله لري خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن