ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د خټکيو حاصلات زيات شوي

په جوزجان کې د خټکيو حاصلات زيات شوي

author avatar
21 Sep 2016 - 17:51
په جوزجان کې د خټکيو حاصلات زيات شوي
author avatar
21 Sep 2016 - 17:51

شبرغان (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د جوزجان د کرنې رياست وايي، د دې ولايت د خـټکيو حاصلات د تېر کال په پرتله څه باندې پنځه سوه ټنه زيات شوي دي.

د جوزجان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ادارې مشر انجنير عبدالرشيد وويل، د خټکيو د حاصلاتو د ډېرښت لامل له نباتي افتونو سره مبارزه وه او په روان کال کې په ٣٣٨٠ هکتاره ځمکه کې خټکي کرل شوي، چې له دې څخه ٥٧١٢٢ ټنه حاصل اخيستل شوى دى.

هغه د دې خبرې په کولو سره، چې دا اندازه د تېر کال په پرتله د خټکيو په حاصلاتو کې  پنځه سوه ټنه زياتوالى څرګندوي، وايي چې د جوزجان کروندګرو پر شاوخوا ٣٣٦١ هکتاره ځمکه  خټکي کرلي وو، چې له دې کښت يې ٥٦٥٩٦ ټنه حاصل ټول کړى و.

د جوزجان د کرنې مشر زياته کړه: (( د وروستيو دوو کلونو په ترڅ کې يې د خټکيو له کروندګرو سره کاري مناسبتي پروګرامونه نيولي چې دا چاره د خټکيو د حاصلاتو د کښت په برخه کې مثبته ثابته شوې ده.))

هغه زياته کړه: ((پر دې سربېره مو کروندګرو ته اړين درمل وېشلي، ګټورې مشورې مو ورکړې، څو وکولى شي په پاليزونو او د خټکيو  په کروندو کې د نباتي ناروغيو له خپرېدو مخنيوى وکړي.))

نوموړي زياته کړه، په جوزجان کې د خټکيو بېلابېل ډولونه لکه راکانى خټکي، چيتري، زنبورچه، ګرګګ، اق نبات، واخ ارمان، سبزک، برګ نى، اميري، هندله او عبدالله تره د اقچې، منګجک، مرديان، خماب، قرقين، فيض اباد، خواجه دوکوه او قوش تپې ولسوالۍ د کروندګرو له لوري کرل کېږي.

په شبرغان ښار کې د خربوزو يو شمېر پلورونکي له خپل پلور او په بازار کې د زياتوالي له امله خوښ دي او وايي، د خټکيو د حاصلاتو په ډېرېدو سره په بازارونو کې د خټکيو بيه هم د تېرو کلونو په پرتله ټيټه شوې ده.

په شبرغان ښار کې د خټکيو پلورونکي پيرمحمد وويل، اوسمهال د يو من ښې خربوزې بيه اويا افغانۍ ده، په داسې حال کې چې تېر کال يې بيه له سلو افغانيو لوړه وه.

نوموړي وويل، د خټکيو د حاصلاتو ډېرښت د دې سبب شوى چې د پلور کچه لوړه شي، ځکه چې هر څوک يې پېرلى شي.

د جوزجان ولايت د  کرنې رياست د معلوماتو له مخې، د جوزجان خټکي د هېواد سوېلي ولايتونو، مرکز او ختيځو ولايتونو ته د پلور لپاره استول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.