ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښاروالۍ عوايد ٥٠ سلنه زياتو شوي

د خوست ښاروالۍ عوايد ٥٠ سلنه زياتو شوي

author avatar
22 Sep 2016 - 11:44
د خوست ښاروالۍ عوايد ٥٠ سلنه زياتو شوي
author avatar
22 Sep 2016 - 11:44

خوست ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): د خوست ښاروال وايي چې سږکال د ښاروالۍ په عوايدو کې پنځوس سلنه زياتوالی راغلی او دا لړۍ ورځ تر بلې په ښه کېدو ده.

ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزی زياتوي چې د ښار د تنظيم، پاکوالي او پراختيا لپاره د عوايدو را ټولول تر ټولو مهم او اړين کار بلل کېږي او په دې برخه کې يې جدي ګامونه هم اخيستي دي.

هغه چې د تلې په لومړۍ نېټه، د عامه پوهاوي يوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، چې د روان کال د تېرې يوې مياشتې عوايد يې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو ته رسېږي اودا د ښاروالۍ د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.

ده زياته کړه :((له نېکه مرغه سږکال تردې وخته زموږ د ښاروالۍ عوايد ۵۰ سلنه لوړ شوي. کله چې عوايد لوړ شول، نو د ښار پراختيا، تنظيم او تنظيف چې د ښاروالۍ له اساسي مسووليتونو څخه دي، په ښه ډول مخته ځي.))

ښاروال د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو له لارې د مامورينو وړتيا لوړول هغه څه بولي چې د عوايدو په ډېروالي کې يې مهم رول درلودلی دی.

نوموړي زياته کړه چې د ښار د پراختيا په خاطر دا مهال د شاوخوا ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ۱۴ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي  چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي.

عبدالبصير وايي: ((د ۱۲.۵ کيلومتره سړک په ګډون له ۱۴ پروژو څخه شپږ هغه يې بشپړې شوې او اته تر کار لاندې دي. دا لومړی ځل دی چې په يو ځل دومره پروژې د ښار په دننه کې پلې کېږي.))

بل خوا د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګونی وايي چې د ښاريانو له همکارۍ پرته ښاروالي په يواځې ځان هېڅ هم نه شي کولی او اړينه ده چې ښاروالي دې برخې ته د خلکو پاملرنه را جلب کړي.

هغه زياتوي: ((يواځې يو دولتي ارګان نه شي کولی چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. د خلکو همکاري له ښاوالۍ سره اړينه ده، ځکه د حفظ الصحې لپاره د يو پاک چاپېريال رامنځته کول، ډېر اړين دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.