ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ له ځينو لوبغاړو سره ظلم کېږي

د کرکټ له ځينو لوبغاړو سره ظلم کېږي

author avatar
22 Sep 2016 - 16:49
د کرکټ له ځينو لوبغاړو سره ظلم کېږي
author avatar
22 Sep 2016 - 16:49

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ۹۵) : د ننګرهار يو شمېر ځوانانو د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې پر ضد لاريون وکړ .

لاريون کوونکي چې د تلې په لومړۍ نېټه د سره رود ولسوالۍ دو سرکې سره راټول شوي وو، د بې واسطې لوبغاړو د حق غوښتلو نارې يې وهلې.

لاريون کوونکو د کرکټ د يو شمېر لوبغاړو او کرکټ بورډ د چارواکو لوی لوی انځورونه له ځانه سره درلودل، کرکټ بورډ اداره يې دغه راز په سمت پرستۍ تورنه کړه.

د لاريون يوه ګډونوال شوکت الله عادل پژواک ته وويل چې په کرکټ بورډ کې ډل بازۍ او سمت بازۍ پيل شوې، چې لوبغاړي يې هم په کې ښکېل کړي، اصلي کارونه ترې پاتې دي .

د افتخار احمد سمسور په نامه د لاريون يو بل ګډونوال وويل چې د بې واسطې لوبغاړو سره ظلم اخري حد ته رسېدلی، چې ښه بېلګه يې جاوېد احمدي او ګلبدين نايب دي، چې د ښو کړنو سره سره له لوبډلې وېستل شوي دي.

د لاريون ګډونوالو په اخره کې د يو پريکړه ليک په خپرولو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د کرکټ ادارې ته وړ اشخاص را ولي .

خو د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د دوى دغه ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې په ملي لوبډله کې د هېواد د هرې سيمې لوبغاړي شته.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې لسګونه زره د کرکټ لوبغاړي دي او ډېرې وړتياوې هم لري، خو په ملي لوبډله کې يواځې ١١ لوبغاړي اخيستل کېږي.

ده وويل، چې د ملي لوبډلې ټاکنه د ټاکنيزې کمېټې لخوا ترسره کېږي او هغو  لوبغاړو ته په کې چانس ورکول کېږي چې  په  ملي او نړيوالو سياليو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وي.

هوتک پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان کرکټ اداره او ملي لوبډله په دې وروستيو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او هېواد ته يې وياړونه راوړي دي.

ده زياته کړه، افغانستان د شل اووريز نړيوال جام اتلې لوبډلې ويسټ انډيز او د لومړۍ درجې لوبډلې زمبابوې ته سترې ماتې ورکړې او په نږدې راتلونکي کې يې له بل بشپړ غړي هېواد بنګله دېش سره يې سيالۍ برابرې کړې دي.

د کرکت بورډ وياند وايي، په هېواد کې دننه هم کرکټ ډېر پرمختګ کړى، د شپږيزې سيالۍ دا ځل په نړيوال معيار ترسره شوې، بهرنيو لوبغاړو په کې برخه واخيسته او په ښه معيار سره د تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه هېوادوالو ته وښودل شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.