ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نواز شريف د افغان شخړې هواري لپاره پر  خبرو اترو ټينګار وکړ

نواز شريف د افغان شخړې هواري لپاره پر خبرو اترو ټينګار وکړ

author avatar
22 Sep 2016 - 12:31
نواز شريف د افغان شخړې هواري لپاره پر  خبرو اترو ټينګار وکړ
author avatar
22 Sep 2016 - 12:31

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): د پاکستان لومړي وزير ويلي چې جګړه د افغان شخړې د هوارې لاره نه ده او د خبرو اترو له لارې يې د جګړې پر پاى ته رسېدو  ټينګار کړى دى.

د پاکستان لومړي وزير دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو ٧١ مې کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خبرې اترې اړينې دي او پاکستان د سولې د خبرو او پروسې ملاتړ کوي.

نواز شريف ويلي، هېواد يې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ادا کړى او له دې وروسته به هم همکاري کوي.

خو د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې پر پاکستان تور پورې کړ چې په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه اوس هم شته.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې وروستي بريدونه په پاکستان کې تنظيم او طرحه شوي وو.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه ادعا کړې چې هېواد يې په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي .

د هغه په وينا، دوى د داعش پر ضد هم جدي اقدامات پيل کړي دي.

نواز شريف ترهګري نړيواله ستونزه بللې او ټينګار يې کړى چې نړيواله ټولنه يې بايد پرضد په ګډه مبارزه وکړي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.