ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوال: هيله ده د دولت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي

هېوادوال: هيله ده د دولت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي

author avatar
22 Sep 2016 - 15:39
هېوادوال: هيله ده د دولت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي
author avatar
22 Sep 2016 - 15:39

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۵): هېوادوال د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د موافقتنامې د لاسليک کېدو هرکلى کوي او هيله څرګندوي، چې دا هوکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لامل شي.

د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې اوږده مذاکرات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او نن په کابل کې د دواړو لورو د استازو له خوا د سولې هوکړه ليک "لومړۍ بڼه" لاسليک شوه.

د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکي قدرت الله پژواک اژانس ته وويل، خلک خوشحاله دي چې له اوږدو خبرو وروسته، نن د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شو.

هغه زياته کړه،خلک له جګړو، ورانيو او نورو ستونزو هومره ستړي دي، چې د سولې په برخه کې هر اخيستونکي ګام ته خوشحالېږي او ملاتړ يې کوي.

د ياد شوي ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عزت الله اميد پژواک ته وويل، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه ليک تر لاسليکېدو وروسته په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هيلې ډېرې شوې دي.

ده زياته کړه، د سولې دغه بريالۍ خبرې ښايي د حکومت او نورو وسله والو ډلو تر منځ هم د سولې يوه ښه پيلامه شي.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى عبدالمالک هم ورته نظر لري، خو د حزب اسلامي له ګوند څخه غوښتنه کوي چې  نور د خپلو خلکو او هېواد د ګټې سياست وکړي، نه منفي سياست.

هغه زياته کړه، که حزب اسلامي مثبت سياست غوره کړي، نو موقف به يې نور هم غښتلى شي.

نوموړى له نورو وسله والو مخالفينو هم غوښتنه کوي، چې د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کښېږدي، ځکه دغه ګوند له تېرو څو لسيزو راهيسې وخت په وخت په جګړو کې ښکېل و، خو بالاخره يې د سولې لار خپله کړه.

د هرات ښار اوسېدونکي غلام سرور پژواک اژانس ته وويل، په هېواد کې د تلپاتې سولې ټينګښت د ټولو خلکو هيله ده، خلک نور له جګړې او وينې تويېدو ستړي شوي دي؛ هيله ده له ګلبدين حکمتيار سره د حکومت سوله په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لامل شي.

د ياد شوي ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکى فريد احمد احمدي بيا وايي، هيله لري له دې موافقتنامې څخه نورې مخالفې ډلې هم زده کړه وکړي او له جګړو لاس واخلي، ترڅو په هېواد کې دايمي سوله ټينګه شي.

خو د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل اسدالله حبيبي وايي: "فکر نه کوم له ګلبدين حکمتيار سره د حکومت سوله هغه پايله چې د افغانستان خلک يې غواړي، ورسېږي، ځکه که موږ تاريخ ته وګورو، حکمتيار په تېرو درې لسيزو کې چې د کوم حکومت مخالف و او د هغوی له رهبرانو سره يې سوله کړې، پايله د همغه حکومت ړنګېدل دي، خو بيا هم ناهيلي نه يو؛ هيله من يم چې دغه سوله هغه پايله ولري، کوم چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.