ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: هيله ده حکمتيار ژر راشي

ولسمشر غني: هيله ده حکمتيار ژر راشي

author avatar
22 Sep 2016 - 20:07
ولسمشر غني: هيله ده حکمتيار ژر راشي
author avatar
22 Sep 2016 - 20:07

کابل (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٥): ولسمشر غني وايي، د دولت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړه د کوم چا په ضد او یا کمزوري کولو لپاره نه، بلکې د ملي ګټو په خاطر ترسره کېږي او هيله ده، حکمتيار ډېر ژر راشي.

نوموړي دغه څرګندونې د حزب اسلامي د سولې د مذاکراتو پلاوي او د یاد ګوند یو شمېر نورو غړو سره، نن مازیګر په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.

د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې اوږده مذاکرات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او نن په کابل کې د دواړو لورو د استازو له خوا د سولې هوکړه ليک "لومړۍ بڼه" لاسليک شوه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان هم حضور درلود، په پیل کې د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو پلاوي مشر انجنیر محمد امین کریم له ولسمشر څخه د مننې پرمهال وویل: "د سولې د تامین په برخه کې ستاسو اراده، حوصله او استقامت د دغو مذاکراتو د بریا لامل شو."

هغه زیاته کړه، د خدای تعالی په مرسته او د سولې پر حقانیت د ولسمشر د باور له برکته، نن د افغانستان خلک او نړیوال د سولې د توافقنامې د لاسلیک د دغې لويې لاسته راوړنې شاهدان دي او نورو وسله والو مخالفینو ته هم د سولې د امېد دروازې پرانیستل کېږي.

کريم وايي، د نظام د ملاتړ، د هېواد د دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

د ده په وينا، د سولې د دې توافقنامې له انفاذ وروسته به ژر تر ژره د هېواد پلازمېنې ته د حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د راتګ زمینه برابره شي.

د خبرپاڼې په حواله، ورپسې د اسلامي حزب د سیاسي برخې مسوول ډاکټر غیرت بهیر ولسمشر او د افغانستان ټول ملت ته د سولې د بریالیو مذاکراتو د لوی لاسته راوړنې د بریا مبارکي وویله.

هغه  اشرف غني ته په خطاب کې وویل: "د سولې د تامین په برخه کې د کوښښونو له امله به تاریخ ستاسو نوم په زرینو کرښو ولیکي. د سولې پروسه اسانه او ساده پروسه نه ده، مګر د هېواد د جمهور رئیس او د حزب اسلامي د مشر د مدبرانه لارښوونو له برکته په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدله."

ده هیله وښوده چې د سولې د مذاکراتو دغه لاسلیک شوې توافقنامه به ژر تر ژره عملي بڼه غوره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی له وینا او څرګندونو وروسته، ولسمشر غني وویل، د الله تعالی شکر ادا کوي چې کلونه وروسته په هېواد کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل.

هغه د سولې عالي شورا او په ځانګړي ډول د پیر سیداحمد ګیلاني او د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو پلاوي او ټولو هغو شخصیتونو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ګټور ګامونه واخیستل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.