کابل (پژواک، ٣ تله ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن له حزب اسلامي سره د سولې تړون هڅونکى وباله.
تر څو مياشتو اوږدو خبرو اترو وروسته تېره اوونۍ د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د دولت او د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو.
د ناټو قوماندان چې په واشنګټن کې يې خبريالانو سره خبرې کولې، ياد تړون يې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د شخړې د هواري لپاره هڅونکى اقدام وباله.
هغه زياته کړې : (( دا يو مثبت اقدام دى چې د افغانستان د دولت ضد يوه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى کېـږي .))
د جنرال نېکولسن په وينا، د سولې دې تړون سره به د حزب اسلامي ډله د افغانستان له ټولنې سره يو ځاى سوله ييز ژوند پيل کړي.
ده زياته کړې چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره له حزب اسلامي سره د سولې تړون يو له مهمو اقداماتو څخه دى چې اوسني حکومت ترسره کړ .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن