ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو تاريخي ابدې د ويجاړۍ له ګواښ سره مخ دي

د باميانو تاريخي ابدې د ويجاړۍ له ګواښ سره مخ دي

author avatar
24 Sep 2016 - 09:36
د باميانو تاريخي ابدې د ويجاړۍ له ګواښ سره مخ دي
author avatar
24 Sep 2016 - 09:36

باميان (پژواک، ٣ تله ٩٥): په باميانو کې ځيني فرهنګيان وايي چې په دغه ولايت کې ډېرى تاريخي ابدې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د بودا دورې په ځينو سمڅو کې د سيمې خلک څاروي ساتي.

يادو فرهنګيانو، د باميانو تاريخي ابدو وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ پر حکومت تور پورې کړ چې د دغو ابدو په ساتلو کې يې ناغېړي کړې، هغوى ټينګار وکړ که په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه شي، د هرې ورځې په تېرېدو به دا تاريخي ابدې له منځه ولاړې شي.

د باميانو فرهنګيانو له ډلې علي رضا حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طبيعي پېښو لکه باران، باد او لمر او د حکومت له لوري د تاريخي سيمو نه خوندي کولو له امله، په دغه ولايت کې زياتې تاريخي ابدې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: "د باميان مرکز قل اکرم سيمه کې د بودا دورې يو شمېر سمڅې شتون لري او دا سيمه د يونسکو په لېست کې هم شامله ده؛ خو د سيمې خلک له دې سمڅو څخه د څارويو غوجلو په توګه کار اخلي."

حسيني زياته کړه کومې دروازې چې يونسکو د يادو سمڅو مخې ته لګولې وې، يو شمېر يې لرې کړى شوې او نورې يې ويجاړې شوې دي او يادو سمڅو کې نقاشي اثار او کار شوي رنګونه هم له منځه تللي دي.

د باميانو فرهنګي فعال علي حسين احمدي پژواک ته وويل سربېره له دې چې تېره يوه نيمه مياشت کې د نړيوالې ټولنې له لوري له افغانستان سره زياتې مرستې وشوې؛ خو د تاريخې ابدو خونديتوب په تړاو هېڅ راز بوديجه ځانګړې شوې نه ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې د باميانو تاريخي ابدو په برخه کې بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوږدمهال پلانونه ولري، څو لږ تر لږه د دې تاريخي ابدو له ويجاړېدو مخنيوى وشي.

باميان، د هېواد تاريخي او لرغونو ولايتونو په کتار کې دى، او کولى شو چې د بودا ويجاړو شوو مجسمو او د هېواد " لومړي ملي پارک" بند امير څخه د دغه ولايت د تاريخي سيمو په نوم يادونه وکړو، د بهرنيو ګرځندويانو او ګرځندوى صنعت ودې لپاره دا غوره سيمې دي او اته سيمې يې د ملګرو ملتونو سازمان فرهنګي ميراثونو(يونسکو) کې ثبت دي.

د باميانو د مرکز قل اکرم سيمې اوسېدونکي عصمت الله وويل چې سمڅ مېشتي له خورا ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي او سرپناه نه لري؛ نو ځکه له سمڅو څخه د ځانونو او خپلو څارويو ساتلو لپاره ګټه اخلي.

نوموړي زياته کړه: "سمڅ مېشتي، د تاريخي ابدو له ارزښت څخه خبر نه دي؛ له دې امله له سمڅو څخه ناوړه استفاده کوي."

د پژواک خبري اژانس خبريال چې د باميانو له تاريخي سيمو څخه يې ليدنه کړې ده وايي چې د قل اکرم سيمې په ګډون په ځينو سيمو کې چې يونسکو د تاريخي ابدو خونديتوب لپاره دروازې لګولې وې، د سيمې خلکو له يادو سمڅو څخه د څارويو ساتلو لپاره ګټه اخلي.

نوموړي وويل: "د ځينو سمڅو دروازې ماتې شوې دي او همداراز د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ډېرې تاريخي ابدې هم د ورانېدو په حال کې دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.