ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روان کال لومړيو نهو مياشتو عوايد ١١٤ ميليارد افغانيو ته رسېدلي

د روان کال لومړيو نهو مياشتو عوايد ١١٤ ميليارد افغانيو ته رسېدلي

author avatar
24 Sep 2016 - 18:52
د روان کال لومړيو نهو مياشتو عوايد ١١٤ ميليارد افغانيو ته رسېدلي
author avatar
24 Sep 2016 - 18:52

کابل (پژواک ٣ تله ٩٥): د افغانستان د ماليې وزارت د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د ١١٤ ميلياردو عوايدو له راټولولو خبر ورکړى دى.

دغه مطلب نن د افغانستان د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي، له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګند کړى دى.

هغه وويل، په افغانستان کې د روان مالي کال لپاره د پيسو وجهي صندوق له لوري د عوايدو کچه ١٣٢ ميليارده افغانۍ ټاکل شوې وه، خو د افغانستان د ژمنې له مخې؛ ياده اندازه د روان کال د ليندۍ مياشتې په بشپړېدو سره پوره کېږي.

نوموړي زياته کړه: "اوسنى وضعيت دا ښيي چې د ليندۍ مياشتې تر پايه پورې به له ټاکل شوې اندازې ډېر عوايد راټول کړو او ډاډ هم لرو چې سږ کال به هم زموږ د عوايدو ګراف لوړ وي."

د ماليې وزارت وياند په وينا، په عايداتي سرچينو کې د کمپيوټري عصري سيسټم د نښلول او له فساد څخه مخنيوى او د پاکو او مسلکي کسانو جلب او جذب د عوايدو ګراف د لوړېدو لامل شوي دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ماليه وزارت کې د فساد پر وړاندې سخته مبارزه روانه ده، له خلکو غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې له ياد وزارت سره همکاري وکړي.

د نوموړي معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د عوايدو لپاره د پيسو وجهي صندوق له لوري ١١٤ ميليارده افغانۍ ټاکل شوې وې، چې په ټوليز ډول په ټول کال کې ١٢١ ميليارده افغانۍ راټولې شوې، چې د ټاکل شوې اندازې په پرتله يې ٢١ سلنه زياتوالى په ګوته کاوه.

پر دې سربېره چې د ماليې وزارت، د عوايدو لوړوالى د افغان حکومت لپاره ستره لاسته راوړنه بولي، خو د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ عبدالقيوم عارف په دې اړه وويل: "زما په نظر يوه لاسته راوړنه نه ده، ځکه عوايد له منطقي او تخصصي لارو پورته نه دي تللي، د خلکو په سترګو کې خاورې شيندل دي، دغه بدلونونه له تخنيکي اړخه د لنډ مهال لپاره دي، په راتلونکو کلونو کې به يې منفي تاثيرات خلکو ته معلوم شي."

هغه زياته کړه، د ماليې وزارت د محصول او ګمرکي تعرفو د لوړولو له لارې عوايد لوړ کړي، په داسې حال کې چې دغه کار به په هېواد کې پر پانګونې سخت منفي اغېز وکړي.

د نوموړي په وينا، د پانګونو په کموالي سره به عوايد هم راټيټ شي.

د اقتصادي چارو ياد کارپوه وويل، حکومت هغه مهال په خپل عوايد په اساسي توګه لوړولى شي، چې په ګمرکونو کې د فساد مخه ونيسي او خپل ماليات راکم کړي، څو په دې اړوند ډېره پانګونه راجذب شي.

خو د ماليې وزارت وياند د استاد عارف خبرې رد کړې او ويې ويل، که د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه نه وى شوې؛ عوايد به هېڅکله هم پورته نه وى تللي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.