ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربي سرو زرو، پټرولو، بورې او اوړو بيې لوړې شوې

د عربي سرو زرو، پټرولو، بورې او اوړو بيې لوړې شوې

author avatar
24 Sep 2016 - 20:09
د عربي سرو زرو، پټرولو، بورې او اوړو بيې لوړې شوې
author avatar
24 Sep 2016 - 20:09

کابل (پژواک ٣ تله ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو، پټرولو، بورې او عربي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ٢٤٣٠ افغانۍ ٢٤٧٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړو بيه له ١٣٢٠ افغانۍ ١٣٤٠ افغانۍ او ١٦ لېټره شايسته غوړي له ١٠٣٠ افغانۍ ١٠٥٠ افغانۍ ته لوړ شوي دي.

د هغه په وينا، د يادو توکو د وارداتو کمښت د بيو لوړېدو لامل شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر د ٢٤ نيم کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريژو بيه ١٥٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو شين مدينه چاى په ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ دى.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو مواردو کې ډېر توپير لري.

د کابل ښار د تايمني پروژې د درېيم سړک يوه خوراکه پلورونکي عبدالوکيل وويل، نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، ١٦ لېټره مومن غوړيو بيه ١٢٠٠ افغانۍ، د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړه ١٤٥٠ افغانۍ، يو کيلوګرامه مدينه چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ دى.

د پټرولو بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه لېټر پټرول تېلو بيه له ٤١ افغانۍ ٤٢ افغانۍ ته لوړه شوې، خو نن د تېرې شنبې په څېر د يوه لېټر ډېزل تېلو بيه ٣٧ افغانۍ ده.

د هغه په خبره، په نړيوالو بازارونو کې هم د پټرولو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د پل پاچا سيمې يوه ګاز پلورونکي احمد سليم وويل، نن د تېرې اونۍ په خېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د عربي سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.