ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان او روس ګډ پوځي تمرينات په سيمه کې د نوې لوبې پيل ده

د پاکستان او روس ګډ پوځي تمرينات په سيمه کې د نوې لوبې پيل ده

author avatar
24 Sep 2016 - 17:03
د پاکستان او روس ګډ پوځي تمرينات په سيمه کې د نوې لوبې پيل ده
author avatar
24 Sep 2016 - 17:03

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٥): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي چې د روس او پاکستان د ګډو پوځي تمريناتو له پيل سره په سيمه کې نوې لويه لوبه پيلېدونکې ده او پاکستان د خپلو ګټو لپاره هر کارته لاس اچوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسيې پوځي ډله پرون پاکستان ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې له پاکستانيو پوځيانو سره ګډ پوځي تمريات ترسره کړي، چې دوه اوونۍ به دوام ولري.

سرچينې زياته کړې، دا پوځي تمرينات له هند او چين سره په ګډه پوله د پاکستان په ګلګت بلتستان ايالت کې ترسره کېږي، چې په کې به د دواړو هېوادونو دوه سوه سترتېري برخه ولري.

د افغانستان يو شمېر سياسي شنونکي وايي چې پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره هر څه کوي، يو وخت يې د روس پرضد د افغان جهاد فتوا ورکړې وه او اوس چې په روس کې خپلې ګټې ګوري، نو ورسره ګډ پوځي تمرينات کوي.

دغه راز روسيه هم په سيمه کې د حالاتو له بدلېدو سره په دې هڅو کې ده چې د ځان لپاره نوى سياسي اتحادي غړى  پيدا کړي.

د سياسي چارو شنونکى جاوېد غفور وايي، د سيمې د سياست لوبه بدله شوې ده او پاکستان اوس د امريکا او غربي ټولني لخوا منزوی شوی دی .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د دوه مخيزې پاليسۍ له امله اوس امريکا په سيمه کې د پاکستان  پر ځاى له هند سره اړيکې قوي کړې دي .

د غفور په وينا، پاکستان هم د امريکا پر ځاى د بديل په فکر روسيې ته لاس اوږود کړى او غواړي چې له دغه هېواد سره خپلې سياسي او دفاعي اړيکې پياوړې کړي.

ده زياته کړه : (( زما په نظر دا د هغه بلاک يوه برخه ده چې روسيه او چين يې غواړي په سيمه کې د امريکا او ناټو پرضد رامنځ ته کړي.))

پر افغانستان د روسيې د يرغل پر مهال د پاکستان لخوا د افغان جهاد د ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې جاوېد غفور وويل چې پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره هر څه کوي.

هغه زياته کړه : (( يو وخت پاکستانيو ملايانو د همدې روسيې پر ضد د  جهاد فتوا ورکړې وه، خو اوس پاکستان ورسره ګډ پوځي تمرينات کوي، خو پاکستانيو ملايانو د خپلو ملي ګټو لپاره ځانونه غلي نيولي دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.