جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۹۵): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو عملياتو پرمهال د د اعش او طالبانو ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه کې هوايي بريدونه تر سره کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې عملياتو کې د داعش اووه وسله وال وژل شوي او د هغوى وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په وچ کوټ سيمه کې د هوايي بمبار غږونه اورېدلي؛ خو وايي نور معلومات ورسره نشته.
بلخوا په دې ولايت کې د ٠٢ ځانګړې قطعې ځواکونو تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل، په دغو عملياتو کې چې د يادې ولسوالۍ د ايدياخېلو په سيمه کې ترسره شوي، په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن