کابل (پژواک، ٣ تله ٩٥): ولسمشر اشرف غني د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه مقدماتي غونډه کې د غوراوي کمېټې د کار پيلولو زماني موده وټاکله.
له ارګ څخه د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ټاکنو قانون د لومړي پړاوو (توشيح پړاوو) د بشپړېدو له امله د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه .
هغه زياته کړه: ((د نننۍ ناستې موخه د شفافو، ازادو، عادلانه، سرتاسري او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د لار نقشې تدوين او جوړول دي. ))
دغه راز ولسمشر په دغه غونډه کې د ټاکنيزو کمېسينونو د غړو ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې د کار پيلولو زماني موده وټاکله.
سرچينې زياته کړې، په دغه غونډه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د عمومي ادارې رييس عبدالسلام رحيمي وويل، پنځو هغو بنسټونو ته يې مکتوبونه لېږلي دي چې د غوراوي کمېټې غړيتوب لري.
د هغه په وينا، د غوراوي کمېټې ترکيب به ژر بشپړ شي.
رحيمي څرګنده کړه، د غوراوي کمېټې لپاره سکرټريټ جوړ شوی دی او همدارنګه د کمېټې د غړو لپاره مناسب ځای هم چمتو شوی چې هغوی په کې خپلې ناستې وکړي.
په دغه غونډه کې د عدليې وزير عبدالبصير انور وويل ، د ټاکنو قانون به روانه اونۍ په رسمي جريده کې خپور شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن