ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله : څوک چې سوله غواړي د حکومت دروازې يې پرمخ پرانستې دي

ډاکټر عبدالله : څوک چې سوله غواړي د حکومت دروازې يې پرمخ پرانستې دي

author avatar
24 Sep 2016 - 18:17
ډاکټر عبدالله : څوک چې سوله غواړي د حکومت دروازې يې پرمخ پرانستې دي
author avatar
24 Sep 2016 - 18:17

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٥): د حکومت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هر هغه څوک چې غواړي سوله وکړي د حکومت دروازې يې پرمخ پرانستې دي.

د اجراييوي رييس له مطبوعاتي دفتر لخوا د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټر عبدالله نن سهار د خپل کار په دفتر کې د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي له اجراييوي رييس څخه مننه وکړه، چې د سولې د تړون په برياليتوب کې يې صادقانه هڅې وکړې.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم، ‌ډاکټر عبدالله ته په خطاب کې وويل: (( که ستاسو صادقانه همکاري او ملاتړ نه وای؛ نو د سولې دا پروسه به نه وه بريالۍ شوې. تاسو په نظام کې لومړنی شخص وى، چې له دې پروسې مو ملاتړ اعلان کړ.))

هغه زياته کړه: ((موږ د سولې لپاره راغلي يو، سوله په هېواد کې د جګړې د درېدو په معنی ده. موږ بايد د سولې تر چتر لاندې يو بل ته د هېواد د ابادۍ، د کورني او بهرني ګواښ د دفع کولو لپاره سره لاسونه ورکړو. په ګډه د هېواد د ودې او رغونې لپاره کار وکړو.))

د امين په وينا، دواړه لوري ډېر مشترکات لري چې دې مشرکاتو په کتو سره د مخالفت وجه نه پيدا کېږي.

د پلاوي بل غړي او د حزب اسلامي د سياسي څانګې مسوول ‌ډاکټر غيرت بهير له اجراييوي  رييس څخه د مننې ترڅنګ چې د سولې پروسې په بريا کې يې هڅې کړې وویل، له دې وروسته به حزب  اسلامي د نظام د دښمنانو،مخالفانو او زيانونو د پېژندنې او پر وړاندې يې مبارزې ته، د نظام ترڅنګ درېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.