کابل (پژواک، ٣ تله ٩٥): د حکومت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هر هغه څوک چې غواړي سوله وکړي د حکومت دروازې يې پرمخ پرانستې دي.
د اجراييوي رييس له مطبوعاتي دفتر لخوا د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټر عبدالله نن سهار د خپل کار په دفتر کې د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي له اجراييوي رييس څخه مننه وکړه، چې د سولې د تړون په برياليتوب کې يې صادقانه هڅې وکړې.
د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم، ډاکټر عبدالله ته په خطاب کې وويل: (( که ستاسو صادقانه همکاري او ملاتړ نه وای؛ نو د سولې دا پروسه به نه وه بريالۍ شوې. تاسو په نظام کې لومړنی شخص وى، چې له دې پروسې مو ملاتړ اعلان کړ.))
هغه زياته کړه: ((موږ د سولې لپاره راغلي يو، سوله په هېواد کې د جګړې د درېدو په معنی ده. موږ بايد د سولې تر چتر لاندې يو بل ته د هېواد د ابادۍ، د کورني او بهرني ګواښ د دفع کولو لپاره سره لاسونه ورکړو. په ګډه د هېواد د ودې او رغونې لپاره کار وکړو.))
د امين په وينا، دواړه لوري ډېر مشترکات لري چې دې مشرکاتو په کتو سره د مخالفت وجه نه پيدا کېږي.
د پلاوي بل غړي او د حزب اسلامي د سياسي څانګې مسوول ډاکټر غيرت بهير له اجراييوي رييس څخه د مننې ترڅنګ چې د سولې پروسې په بريا کې يې هڅې کړې وویل، له دې وروسته به حزب اسلامي د نظام د دښمنانو،مخالفانو او زيانونو د پېژندنې او پر وړاندې يې مبارزې ته، د نظام ترڅنګ درېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن