ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو پر موټر چاودنه شوې

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو پر موټر چاودنه شوې

author avatar
25 Sep 2016 - 16:31
د تخار د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو پر موټر چاودنه شوې
author avatar
25 Sep 2016 - 16:31

تالقان (پژواک، ٤ تله ٩٥): د تخار د امنيې قوماندانۍ د چارواکو پر موټر د ماين چاودنې دوه پوليس وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

د تخار د امنيې قوماندانې د امنيت مرستيال عتيق الله حيدري د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په خواجه غار ولسوالۍ کې د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر حاجي داوود اغا او د استخباراتو د مدير حاجي ابراهيم پر ټانګ د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې ياد چارواکي خواجه غار ولسوالۍ ته د يو لړ عملياتو د ترسره کولو لپاره تللي وو چې د بېرته را ګرځېدو پر مهال د زردکمر په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.

ده وويل چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو ياد چارواکي له بريده روغ وتلي دي.

خو د تخار د ولايتي روغتون مرستيال ډاکتر اجمل فروتن پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې څخه دوى دوه مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

ده وويل چې دوه تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې اوسمهال د خواجه غار ولسوالۍ د قرلق په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د يادونې ده، د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر حاجي داوود اغا د کورنيو چارو د پخواني مرستيال جنرال داود داود ورور دى.

تر اوسه هېچا د دى پېښې مسووليت پرغاړه نه دی اخيستى.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال وسله والو طالبانو د دريو ورځو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې رواستې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.