ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ملي يووالي حکومت د بديل فکر يواځې يو خوب دى

عبدالله: د ملي يووالي حکومت د بديل فکر يواځې يو خوب دى

author avatar
25 Sep 2016 - 16:41
عبدالله: د ملي يووالي حکومت د بديل فکر يواځې يو خوب دى
author avatar
25 Sep 2016 - 16:41

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٥): د حکومت اجرايه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د ملي يووالي حکومت د خلکو د رايې پر بنسټ د يوې پنځه کلنې دورې لپاره رامنځته شوى او د ياد حکومت د بديل په اړه فکر کول يواځې يو خوب دى چې کوم تعبير نه لري.

د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله چې نن د "ښار اوسېدنې ملي تړون" پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل چې د ملي يووالي حکومت په تېرو دوه کلونو له ټولو نمګړتياو سره-سره لاسته راوړنې هم درلودې.

هغه زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت هوډ او اراده د افغانانو لپاره خدمت کول دي او د افغانستان د کوم کلي، ښار، شمال، ختيځ، سويل، لوېديځ او مرکز تر منځ پکې کوم توپير شتون نه لري.

ډاکټر عبدالله وويل: "داسې څرګندونې کېږي چې د ملي يووالي حکومت موده پوره شوې، بايد ووايم چې د هيڅه وخت هم نه دى پوره شوى، افغانانو د ملي يووالي حکومت د ټاکنو لړۍ له لارې د يوې دورې لپاره د محمد اشرف غني په رياست او ما ته د اجراييه رياست لپاره رايه راکړې ده."

د حکومت اجرايه مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل، کوم کسان چې د ملي يووالي حکومت د بديل په فکر کې دي؛ بايد په دې پوه شي چې په اوسني حکومت کې بدلون رامنځته کول يوازې يو خوب دى او کوم تعبير نه لري.

هغه زياته کړه: "موږ بايد پر ځان د نيوکې کولو زغم ولرو او بايد پر ځان نيوکه وکړو او ووايو چې نيمګړتياوې شته او دا په دې معنا نه ده، چې موږ له خپلو نيمګړتياوو او کميو بې خبره يو، نيوکه منونکي يو او بايد له ټولو واورو او ځواب ويونکي هم يو."

د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي د دې خبرې په څرګندولو سره چې له پاتې مودې به ډېره ګټه پورته شي، زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت ژمنې په ځانګړي ډول د سياسي مسايلو له ډلې د ټاکنيزو اصلاحاتو رامنځته کول، د لويې جرګې او ټاکنو ترسره کول، په خپل ځاى پاتې او په دې اړه کارونه پيل شوي دي.

تر راتلونکو دريو ورځو پورې به د ملي يووالي حکومت؛ دوه کاله پوره شي.

ډاکټر عبدالله، د سولې له لړۍ سره د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوځاى کېدل يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، داسې اوازې موجودې دي چې له سولې سره د ګلبدين د يوځاى کېدو په بدل کې ډېره بيه ورکړل شوې، خو بايد وويل شي چې تر ټولو ډېره بيه په جګړه کې ورکول کېږي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو پر حقونو کومه معامله نه ده شوې او نه به وشي؛ زياته کړه کوم کسان چې دا فکر لري چې د افغانانو په وژلو، عامه شتمنيو ته په زيان رسولو او د فرصت له منځه وړلو له لارې به کومې موخې ته ورسيږي؛ وروستۍ پنځلس کلنۍ او د دريو لسيزو تجربو ښودلې، چې دا کار امکان نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.