ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت : د پوليسو اکاډمۍ پر محصلينو د بريد تنظيمونکي ووژل شول

ملي امنيت : د پوليسو اکاډمۍ پر محصلينو د بريد تنظيمونکي ووژل شول

author avatar
25 Sep 2016 - 12:13
ملي امنيت : د پوليسو اکاډمۍ پر محصلينو د بريد تنظيمونکي ووژل شول
author avatar
25 Sep 2016 - 12:13

کابل(پژواک،٤تله٩٥): په ميدان وردګو او پکتيکا کې د پوليسو اکاډمۍ پر محصلينو د بريد تنظيمونکو په ګدون ١٦ وسله وال وژل شوى دي .

د روان کال د چنګاښ د مياشتې په لسمه د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه حيدرخان سيمه کې د نويو فارغ شويو پوليسو پر کاروان بريد کې ٣٠ پوليس و وژل شول او ٥٨ نور ټپيان شول.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په٤مه پژواک خبري اژانس ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په بادام کلي کې شپني عمليات  تر سره کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال او يو ځانمرګى بريد کوونکى وژل شوي او دوه تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

سرچينه وايي چې په وژل شويو کې د ملامحمود او عزيزالله په نومونو دوه هغه کسان هم شامل دي چې د کابل-کندهار پر لويه لار د پوليسو اکاډمۍ د محصلينو پر کاروان د بريد تنظيمونکي وو.

سرچينه زياتوي چې عزيزالله د حقاني شبکې د ١٥ کسيزې ډلې قوماندان هم و.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د يادو عملياتو پرمهال له چاودېدونکو توکيو ډک يو واسکټ او درې موټرسايکلونه له منځه وړل شوي او دوه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل ګرينوف او يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دغه راز د يوبل خبر له مخې، د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په منګرتي سيمه کې عمليات کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې عملياتو کې هغه نهه وسله وال وژل شوي چې په دې ولسوالۍ کې  د بريد طراحان وو.

 د سرچيني د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو څخه له چاودېدونکي توکو ډک يو موټر او واسکټ، درې ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله تومانچې، پنځه پايې مخابرې او يوه اندزه نور مهمات ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.