ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د منځنيو بندونو په جوړولو به ٤٥٠ ميليونه ډالره ولګول شي

ولسمشر: د منځنيو بندونو په جوړولو به ٤٥٠ ميليونه ډالره ولګول شي

author avatar
25 Sep 2016 - 16:40
ولسمشر: د منځنيو بندونو په جوړولو به ٤٥٠ ميليونه ډالره ولګول شي
author avatar
25 Sep 2016 - 16:40

کابل (پژواک،٤ تله ٩٥): ولسمشر وايي، د منځنيو بندونو په جوړولو به ٤٥٠ ميليونه ډالره ولګول شي او د دې ترڅنګ خصوصي سکتور د برېښنا په برخه کې ٤٠٠ ميليونه ډالره پانګه کوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې پرون ماښام د مشرانو جرګې له استازو سره په ناسته کې کړې دي.

سرچينه کاږي، ولسمشر په دې ناسته کې وويل، بروکسل ناستې ته مو کافي تیاری نیولی، خو اساسي موخه بروکسل او مالي مرستې نه، بلکې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو موثر او پرځای لګول دي.

ده زياته کړه، له افغانستان سره د هند یو میلیارد ډالرو مرستې له جملې به ۴۵۰ میلیون ډالر د منځنیو بندونو په جوړولو ولګول شي.

هغه د بندونو په برخه کې پرمختګ ته په اشارې وویل، یو بند پرانیستې ته تیار شوی او د لومړي ځل لپاره خصوصي سکتورد برېښنا په برخه کې۴۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي.

اشرف غني وايي، له هند سره د مشترکې هوایي کارګو له لارې به کرنیز محصولات هند ته صادر او د اړتیا وړ درمل، چای او نور توکي هېواد ته را وارد شي.

ده څرګنده کړه، د افغانستان ملي ګټې ایجابوي چې له نېکو شریکانو سره د همکارۍ او ښه مناسبات وپالو.

هغه وايي:"نه مو د چا پر ضد تړون لاسلیک کړى او نه به هم چاته د نورو په ضد زموږ د خاورې د کارولو اجازه ورکړو."

ده وویل، د اسلامي نړۍ هېوادونو سره به خپلې اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړو، ځکه د اسلامي نړۍ همکاري موږ ته مهمه ده او موږ غواړو د اسلامي نړۍ د وصل نقطه وګرځو.

نوموړي زياته کړه، افغانستان نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی، ځکه د ترکمنستان – اقینې د اورګاډي کرښې له لارې له ٥-٧ ورځو پورې به اروپا ته ورسېږو. د ازبکستان نوي حکومت سره د مذاکراتو وروسته روسیې او قزاقستان ته ځان رسوو. په سوداګریزو مالونو بار د چین اورګاډی هم افغانستان ته راغی.

د هغه په وينا، شېرخان بندر له مزار، اقینې او هرات سره وصلوو. تورغونډۍ او سپین بولدک او همدارنګه خوست او ننګرهار  سره نښلوو، ترڅو افغانستان هم په داخل او هم په سیمه کې له بېلابېلو ترانزیتي لارو له نورو سره ونښلي.

غني وویل، په عزت د کډوالو راستنېدو ته حکومت تیاری نیولی او د بروکسل ناستې وروسته به له کډوالو سره د مرستې په موخه بین المللي اجماع رامنځته کړو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.