ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني:  له هند سره مو د سوداګرۍ لپاره د هوايي لارې پر جوړېدو هوکړه کړې

ولسمشر غني: له هند سره مو د سوداګرۍ لپاره د هوايي لارې پر جوړېدو هوکړه کړې

author avatar
25 Sep 2016 - 09:33
ولسمشر غني:  له هند سره مو د سوداګرۍ لپاره د هوايي لارې پر جوړېدو هوکړه کړې
author avatar
25 Sep 2016 - 09:33

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٥):  ولسمشر اشرف غني وايي چې له هند سره يې د سوداګرۍ لپاره د يوې هوايي لارې پر جوړېدو موافقه کړې ده.

له ارګه د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ناوخته د نړيوال بانک له مرستيال کايل پيټرز او ورسره پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې،  د نړيوال بانک مرستيال پيټرز ولسمشر ته د ولسي تړون پروګرام د بشپړېدو له امله مبارکي ورکړه او ويې ويل: ((موږ د دې لپاره راغلي يو چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري زياته او له پروګرامونو يې ملاتړ وکړو.))

ولسمشر اشرف غني د نړيوال بانک له مرستيال او ورسره راغلي پلاوي څخه له دې امله  چې د بروکسل له ناستې مخکې د چمتووالي په بهير کې همکاري کړې، مننه وکړه او ويې ويل چې د حکومت د پروګرامونو زيات تمرکز پر بېوزلو خلکو دی او هڅه کوي هر پروژه په داسې توګه ډيزاین او پلې شي چې بېوزلو خلکو ته يې نېغ په نېغه ګټه ورسېږي.

هغه زياته کړې، بروکسل د افغانستان لپاره يوه داسې وسيله ده چې هلته د نړيوالې ټولنې د باور له ترلاسه کولو وروسته غواړي، فساد له منځه يوسي، بېوزلۍ سره مبارزه وکړي او خلکو ته کار رامنځته کړي او په ژوند کې يې مثبت بدلون راولي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، کومې مرستې چې له افغانستان سره کېږي، غواړي د ملي بوديجې له لارې مصرف شي او په شفاف ډول د دغو مرستو د لګولو لپاره حکومت په ځانګړي ډول د مالیې وزارت ډېر کار کړی او مناسب اصلاحات يې راوستي، تر څو دغه مرستې په غوره توګه ولګول شي.

ولسمشر په حکومت کې دننه د موازي تشکيلاتو په له منځه وړو د ټينګار تر څنګ وويل، په کار ده چې د خصوصي پانګونې لپاره مناسبه کاري فضا رامنځته شي.

هغه د نړيوال بانک له پلاوي وغوښتل چې په افغانستان کې له پانګوالو سره د بېمې او ضمانتونو په برخه کې همکاري وکړي، تر څو پانګوال په ډاډه زړه پانګونه وکړای شي.

اشرف غني زياته کړه، په بېلابېلو سکتورونو کې د خصوصي سکتور سهم ورځ تر بلې زياتېږي او په لومړي ځل په هلمند ولايت کې د برېښنا سکتور کارونه له خصوصي سکتور سره ډېر بریالي روان دي.

ولسمشر وويل، له هند سره يې د يو هوايي لارې (کوريډور)  پر جوړېدو موافقه کړې ده چې د هوا له لارې افغاني توکي هند ته ولېږدول شي او همدارنګه په پلان کې لري چې د وچې بندرونه زيات کړي او په هر هوايي ډګر کې ازاد خاص هوايي اقتصادي زونونه رامنځته کړي چې د هغې پر زېربناوو کار روان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د نړيوال بانک مرستيال کايل پيټرز وويل، د دوی هڅه دا ده چې د افغانستان له دولت سره همکاري زياته کړي او غواړي د حکومت له پاليسيو سره خپل پروګرامونه عيار کړي او د يو همکار په توګه ورسره کار وکړي.

نوموړي د سيمه ييزو همکاريو په برخه کې د حکومت هڅې د قدر وړ وبللې او په دې اړه يې د نړيوال بانک له همکارۍ ولسمشر ته ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.