ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني سوداګر نور نه شي کولی خپل توکي خپله د افغانستان ولايتونو ته ولېږدوي

پاکستاني سوداګر نور نه شي کولی خپل توکي خپله د افغانستان ولايتونو ته ولېږدوي

author avatar
25 Sep 2016 - 17:07
پاکستاني سوداګر نور نه شي کولی خپل توکي خپله د افغانستان ولايتونو ته ولېږدوي
author avatar
25 Sep 2016 - 17:07

جلال اباد (پژواک، ٤ تله ٩٥): له دې وروسته به پاکستاني سوداګر په خپلو موټرو کې خپل سوداګريز توکي د افغانستان نورو برخو ته نه شي لېږدولی.

د ننګرهار د والي وياند  عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه د ګمرک رياست له سوداګرۍ خونې سره يو ځاى کړې ده.

هغه زياته کړه چې د دې پرېکړې له مخې د پاکستاني بار وړونکي موټر به له دې وروسته تر تورخم ښارګوټي پورې خپل سوداګريز توکي راوړلى شي.

د نوموړي په وينا، د پاکستان سوداګريز توکي به له تورخم ښارګوټي څخه د افغانستان نورو ولايتونو ته په افغاني بار وړونکي موټرو کې لېږدلو کېږي.

د ننګرهار ګمرک مسولين وايي چې د ترانسپورت وزارت او سوداګرۍ خونې مسوولينو هم ور سره هوکړه کړې، څو سوداګريز توکي له پاکستاني موټرو په تورخم ښارګوټي کې ښکته کړي او د افغاني موټرو پر مټ يې نورو ولايتونو ته ورسوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو موټرو کې توکي د پاکستان له لارې هندوستان يا د دغه هېواد نورو سيمو ته ولېږدوي.

ولسمشر غني څو ورځې مخکې پاکستان ته ګواښنه کړې وه چې که افغان سوداګرو ته د واګې بندر له لارې له هندوستان سره د سوداګرۍ اجازه نه ورکوي، نو پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.