ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت: پاکستان د نشه يي توکو له سترو قاچاق وړونکو ملاتړ کوي

افغان حکومت: پاکستان د نشه يي توکو له سترو قاچاق وړونکو ملاتړ کوي

author avatar
26 Sep 2016 - 17:54
افغان حکومت: پاکستان د نشه يي توکو له سترو قاچاق وړونکو ملاتړ کوي
author avatar
26 Sep 2016 - 17:54

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٥): افغان حکومت، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو په غونډه کې د پاکستان هېواد استازي د نه ګډون له امله نيوکه کړې او وايي چې ياد هېواد په خپلو ژمنو ولاړ نه دى او له سترو مافيايي قاچاق وړونکو او بانډونو ملاتړ کوي.

 د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو اوومه غونډه؛ د روسيې، ايران، تاجکستان او افغانستان هېوادونو په ګډون د دوه ورځو په موخه په کابل کې ترسره شوه، خو د پاکستان استازي چې د يادې غونډې يو اړخ و، د نامعلومو دليلونو له امله په ياده غونډه کې ګډون نه دى کړى.

 په ياده سيمه ييزه ناسته کې د نشه يي توکو کښت، توليد، ټرانزيټ او قاچاق يوه نړيواله او سيمه ييزه ستونزه وبلل شوه او په نړۍ کې د نشه يي توکو کچې لوړېدلو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

د هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، په کابل کې په ياده غونډه کې وويل چې افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې غوڅه اراده او ژمنه لري.

 نوموړې ياده غونډه له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې مهمه وبلله او زياته يې کړه: "نړيواله ټولنه دې پايلې ته رسېدلې چې نشه يي توکي يوازې د افغانستان ستونزه نه ده؛ بلکې افغانستان د نشه يي توکو اصلي قرباني دى او يادې پديدې پر وړاندې په ګډه سره کار وشي."

 له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې، په ياده غونډه کې د پاکستان هېواد استازي د نه ګډون له امله نيوکه وکړه او ويې ويل، دا دريم ځل دى چې پاکستان د نشه يي توکو پر وړاندې په سيمه ييزو او نړيوالو غونډو کې ګډون نه کوي.

 هغه زياته کړه: "پاکستان پر دې سربېره چې په کابل کې د پنځه اړخيزې ناستې غړى و، خو له کوم دليل پرته يې ګډون نه دى کړى او که چېرې يې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمنتيا او په دې اړه اندېښنه درلودى، نو د نشه يي توکو د له منځه وړلو په چاره کې به يې نظر ورکاوه او په دغه ناسته کې به يې ګډون درلود."

 د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين لوى پاسوال بازمحمد احمدي، د منځنۍ اسيا هېوادونو په اوومه ناسته کې د پاکستان د نه ګډون له امله وويل: "په دغه پنځه اړخيزه ناسته کې د پاکستان استازي نه ګډون دا څرګندوي چې ياد هېواد نه يواځې پخپلو ژمنو وفا نه کوي، بلکې په خپل هېواد کې په غيرمستقيمه توګه له سترو مافيايي بانډونو او قاچاق وړونکو ملاتړ کوي."

نوموړي زياته کړه، چې د نشه يي توکو کښت، توليد، قاچاق او ترافيک تر ډېره د افغانسان په سويل لوېديځو او سويل ختيځو ولايتونو کې ډېر تر سترګو کېږي او د نشه يي توکو ستر قاچاق وړونکي د افغانستان پولې هاخوا ځاى پر ځاى شوي او هغه خوا ته پاکستان د نشه يي توکو قاچاق رهبري کوي.

د تاجکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اژانس مشر شېرخان سليم، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو له پنځه اړخيزې ناستې خوښي څرګنده کړه.

هغه وويل: "په ياده دوه ورځنۍ ناسته کې په مهمو او حياتي مواردو خبرې اترې وشوې او د يادې ناستې ګټه په دې کې وه، چې که چېرې يو دولت که هر څومره مبارزه وکړي؛ مطلوبه پايله به ونه لري او وپتيل شوه چې ګاونډي هېوادونه بايد له يادې پديدې سره د مبارزې په برخه کې کلک او عملي ګامونه پورته کړي."

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د کورنيو چارو وزير مرستيال اسدالله هادي، د يادې پنځه اړخيزې ناستې ترسره  کول مهم وبلل او ويې ويل، چې ايران له هر هغه ګام چې د نشه يي توکو د قاچاق، کښت او توليد په راټيټېدو کې مهم رول ولري، ملاتړ وکړي او په دې اړه به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.