تالقان (پژواک، ٥ تله ٩٥): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې ترانسپورتي شرکتونه له خلکو ډېرې پيسې اخلي، له مسافرو سره ناسم چلند کوي او ځيني موټر چلوونکي د چلونې پر مهال نشه وي.
د تخار د مرکز تالقانو اوسېدونکي محمد نسيم د تلې پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکي له ترانسپورتي شرکتونو او موټر چلوونکو سره په ستونزې کې دي.
ده وويل چې د موټرچلونې پر مهال موټرچلوونکي نشه وي او له مسافرو سره ناسم چلند هم کوي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: "کله چې د لارې په اوږدو کې مسافرو ته ستونزه پيدا شي موټر نه دروي، بد چلند کوي، د يوې ښځې ماشومانو ته ستونزه پيدا شوې وه موټر يې نه دراوه، جګړه مو ورسره وکړه، چلوونکی په سالنګ کې مرور شو موټر يې نه چلاوه, بيا مو پوليسو ته وويل له هغه وروسته يې بيا موټر چالان کړ."
دغه راز د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي امين الله پژواک ته وويل چې په تالقانو کې يې د شپږ سوه افغانيو په بيه د ٤٠٤ موټر ټکټ اخيستی او غواړي کابل ته ولاړ شي.
نوموړی وايي، سره له چې پوهېږي د لارې په اوږدو کې ورسره سم چلند نه کېږي، خو د کمزوري اقتصاد له امله په کوچنيو موټرو کې د تګ وس نه لري او اړ دى چې په لويو موټرو کې سفر وکړي.
هغه په دې لاره کې د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ: "تېر کال له کابله يوه ٣٠٣ موټر کې تخار ته راتلو, زموږ موټر ماښام روان شو، سالنګ ته نژدې ډوډۍ خوړلو ته تم شو، چلوونکي د ډوډۍ له خوړلو وروسته چرس څکولي وو، سم نشه و، ډېر ګړندی روان وو، موږ چې به ورته وويل چې استاده لږ کرار ځه لانجه به يې کوله او نور به يې هم موټر تيز کړ."
نوموړی وايي، خيراتونه يې پر غاړه منلي وو چې په خير ورسېږي.
امين الله دا هم وويل چې ډېرى وخت دغه موټر چلوونکي د پيسو لپاره د څوکيو له شمېر څخه ډېر سپرلي پورته کوي او نورو مسافرو ته ستونزې جوړوي خو څوک يې پوښتنه هم نه کوي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته ستونزې بيان کړې.
د کابل- تخار د لويې لارې د ٤٠٤ موټر چلوونکي شکرالله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت پر سړک د ګڼې ګوڼې له امله ترافيکې پېښې رامنځته کېږي.
نوموړی وايي: "ترافيکي نښې نشته نو موږ ته څه نه ښکاري چې دلته جومات دی، روغتيايي مرکز دی، کلی دی، که ښار يا بل څه ټولې نښې له منځه تللې دي، بل دا چې موږ پوهېږو چې د چلولو په وخت بايد سګرټ هم ونه څکوو؛ ځکه د لسګونو کسانو ژوند له خطر سره مخ کېږي، خو ځيني چلوونکي ورته پام نه کوي او ځانونه نشه کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن