ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوليس: په خيرخانه کې چاودنه مرګ ژوبله نه لري

د کابل پوليس: په خيرخانه کې چاودنه مرګ ژوبله نه لري

author avatar
26 Sep 2016 - 15:57
د کابل پوليس: په خيرخانه کې چاودنه مرګ ژوبله نه لري
author avatar
26 Sep 2016 - 15:57

کابل (پژواک، ۵ تله ٩٥): پوليس وايي چې د کابل ښار په يوولسمه امنيتي حوزه کې د مقناطيسي ماين چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو عيني شاهدان وايي، په ياده چادونه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر سمونوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن شاوخوا دوه نيمې بجې د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي چې په ياده چاودنه کې موټر زيانمن شوی او پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

خو په سيمه کې عيني شاهد او موټر چلوونکي مختار پژواک خبري اژانس ته وويل چې چادونه ډېره زوروره وه او تر چادونې وروسته پوليسو ياده سيمه تر  خپل کنټرول لاندې راوسته.

هغه زياتوي، د يادې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغا ړه نه دی اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.