ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د طالبانو له زندانونو سل کسان راخوشي کړای شوي

هلمند کې د طالبانو له زندانونو سل کسان راخوشي کړای شوي

author avatar
26 Sep 2016 - 12:27
هلمند کې د طالبانو له زندانونو سل کسان راخوشي کړای شوي
author avatar
26 Sep 2016 - 12:27

لښکرګاه (پژواک، ٥ تله ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په درېيو ولسواليو کې یې د وسله والو طالبانو له زندانو څه باندې سل کسان راخوشي کړي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په مارجې، نوزاد او نهرسراج ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٠١ کسان د طالبانو له زندانو ازاد کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې د يادو کسانو هويت به وروسته په ډاګه شي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک يواځې دومره پژواک ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په مارجې ولسوالۍ کې چاپه وهلې ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر بيا د يادو عملياتو په اړه ناخبري وښوده.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په نهر سراج، مارجې او نوزاد کې د طالبانو زندانونه نشته دي.

هغه زياته کړه: ((موږ د دوی دا کاذبه ادعا چې د ۱۰۰  تنو په شاوخوا خپل بندیان یې د مجاهدینو له لاسه ازاد کړي په کلکه ردوو.))

ده هم وويل چې امنيتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې چاپه وهلې خو درې تنه عام وګړي يې له ځان سره وړي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.