کابل (پژواک، ٥ تله ٩٥): ولسمشر اشرف غني د کابل ښار له نهمې امنيتي حوزې د ناڅاپي ليدنې پر مهال د دې حوزې د مسوولينو دندې ځنډولې دي.
له ارګه د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د هېواد له ملکي او پوځي ادارو د خپلو کتنو په لړ کې پرون شپه يوولس بجې د کابل ښار له نهمې امنيتي حوزې ليدنه وکړه.
سرچينې زياته کړې، د پوليسو نهمې امنيتي حوزې ته د ولسمشر د ورتلو پر مهال يو شمېر مسوولين د حوزو د اصولو او لوايحو د تنظيم چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر هغو منسوبينو ته چې وروسته دندې ته حاضر شول وويل، خلکو ته د خدمت کولو طريقه دا نه ده؛ ځکه هره ورځ د انسان تښتولو او غلا څو جنايي پېښې کېږي او دا په دنده کې ستاسو د ناغېړي له امله ده.
ولسمشر ټينګار وکړ چې پوليس بايد د خلکو خدمتګار او ويښ وي چې خلک د شپې ارام ويده شي.
محمداشرف غني د نهمې حوزې د امر او د دې حوزې د ټولو هغو مسوولينو دندې وځنډولې چې حضور يې نه درلود او د دندې په ترسره کولو کې يې ټنبلي کړې وه.
ولسمشر د کورنيو چارو وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې موضوع ژر تر ژره وڅېړي او خپل راپور د وروستیو اقداماتو لپاره جمهوري ریاست ته وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن