ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: په اچين کې د قهر سېلاب عمليات ناکام وو

ولسوال: په اچين کې د قهر سېلاب عمليات ناکام وو

author avatar
26 Sep 2016 - 15:53
ولسوال: په اچين کې د قهر سېلاب عمليات ناکام وو
author avatar
26 Sep 2016 - 15:53

جلال اباد (پژواک، ۵ تله ۹۵): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياده ولسوالۍ کې د قهر سېلاب په نوم ترسره شوي عمليات ناکام وو او نيول شوې سيمې بېرته د داعش وسله والو نیولې دي.

دوی وايي چې د ولسوالۍ په مهمو سيمو (پېښې خوړ، عبدالخېل او مامند دره) کې بېرته داعش وسله والو خپل مرکزونه جوړ کړي او خلک کډه کولو ته مجبور شوي دي.

خو په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې عملياتو يې ښې لاسته راوړنې درلودې او داعش ډلې ته يې په کې درانه تلفات اړولي دي.

د اچين ولسوال معلم معشوق چې لا يې په ولسوالۍ کې د کار د پيل لسمه ورځ وه، د تلې په ۵مه له پژواک سره د امنيتي ځواکونو وروستۍ پوستې پنډولا ته، چې سرتېري يې د داعش له وېرې سرونه نه شي پورته کولی، ولاړ.

د سيمه ييزو پوليسو د دې پوستې قوماندان، ملنګ چې د داعش ډلې نښان ويشتونکو يې مورال يو څه کمزوری کړی و، پر دوی د داعش بريدګرو سيمې د لاس په خوځولو پژواک ته په ګوته کړې.

ده زياته کړه: ((هغه ښکته د پېښې خوړ دی، له هغې ها خوا په هغې غونډۍ داعش وسله وال ناست دي، سنېپر ماشينګڼې ورسره دي او زما سربازان په نښه کوي.))

د اچين امنيه قوماندان څارنمن احمد شاه د سيمه ييزو پوليسو د ياد قوماندان د خبرو په تاييد پژواک ته وويل چې ګډو ځواکونو په اچين کې عمليات ترسره کړل؛ خو هېڅ ګټه يې ونه کړه او لا يې د خلکو لپاره ستونزې زياتې کړې.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې اسدخېل، مامند تنګی، شډل بازار، ترېلی او يو شمېر نورې ساحې له داعشه پاکې شوې وې؛ خو کله چې عمليات کوونکي ځواکونه بېرته را وګرځېدل، سيمې هم د دولت له واکه ووتلې.

نوموړي د قهر سېلاب عملياتو په اړه وويل: ((په دغو عملياتو کې داعش وځپل شو؛ خو هغه شان چې د نيول شوو سيمو ساتل و، کوم تدابير موجود نه وو؛ نو ځکه عملياتو کومه نتيجه ورنه کړه.))

د اچين ولسوال معشوق معلم هم له پژواک سره په خبرو کې پر يادو عملياتو نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې عملياتو کومه مثبته پايله نه ده ورکړې.

هغه د عملياتو په اړه کره جزئيات ځکه نه درلودل چې تازه دې ولسوالۍ ته ورغلی و؛ خو وايي، عمليات ورته په دې ناکام ښکاري چې د ځواکونو تر تګ وروسته داعش لا پرمختګ وکړ.

ولسوال په قهر سېلاب عملياتو کې د داعش د ځپلو او اوسني وضعيت په اړه وويل: ((په عملياتو کې ښه وځپل شول، شمېر يې اوس شاوخوا ۶۰۰ تنو ته راټيټ شوی. په ډله کې يې پاکستانيان، ازبکستانيان، چيچينايان او نور شامل دي؛ خو تر عملياتو وروسته ډېرې سيمې د حکومت له لاسه ورتلې دي، تر شډل بازاره اوس رارسېدلي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.