کندهار (پژواک، ٥ تله ٩٥): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو پر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې او ٤ بهرني سرتېري يې ټپيان کړي دي.
پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د يادې ولسوالۍ په کلانتر سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې په کندهار هوايي ډګر کې مېشت بهرني ځواکونه په ګزمه وتلي وو.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تاييدوي خو په اړه يې نور جزيات نه ورکوي.
خو يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، په دې چاودنه کې د بهرنيو سرتېرو موټر ويجاړ شوى او ٤ تنه سرتېري په کې ټپيان شوي دي.
دغې سرچينې زياته کړه، چاودنه په کندهار هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنيو سرتېرو پر موټر هغه مهال وشوه چې په ګزمه راوتلي وو.
بلخوا د رومانيا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په کندهار ولايت کې يې څلور سرتېري په يوه چاودنه ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې سرتېري تر درملنې لاندې دي او وضعيت يې ښه ښودل شوى.
وسله والو طالبانو د دې پېښېې مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، د هغوى له خوا د بهرنيو ځواکونو پر پوځي موټر په شوې چاودنه کې شپږ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
خو په خپله بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن