کابل (پژواک، ٥ تله ٩٥): د کابل پوليسو هغه ځانمرګى وژلى چې غوښتل يې د یوه موټربم په وسیله په کابل ښار کې بريد وکړي.
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځانمرګي غوښتل چې د يوه سراچه موټر په وسيله چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د کابل ښار په مربوطاتو کې بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري وپېژندل شو او له منځه يو وړل شو.
خبرپاڼې زياته کړې چې د ملي پوليسو ځواکونو ياد کس تېره شپه د بګرامي ولسوالۍ په حسين خېل کلي کې پېژندلى او هغه مهال يې له منځه وړى چې د پوليسو د درېدو امر ته يې اهميت ورنه کړ او د تېښتې هڅه يې وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، د پوليسو څارګریزو راپورونو هم په کابل کې د دې ډول ترهګريز بريد د احتمال پخلى کړى و چې له امله يې تدابير نيول شوي وو او په پايله کې يې تېره شپه د بريد مخنيوى وشو.
په دې پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ترهګرو د دې توطيې په شنډولو سره په کابل کې د يوه خونړي او ستر ترهګريز بريد مخنيوى شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن