ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي سفير: له ترهګرۍ او بنسټپالنې سره مبارزه ډېره مهمه ده

د سعودي سفير: له ترهګرۍ او بنسټپالنې سره مبارزه ډېره مهمه ده

author avatar
27 Sep 2016 - 18:11
د سعودي سفير: له ترهګرۍ او بنسټپالنې سره مبارزه ډېره مهمه ده
author avatar
27 Sep 2016 - 18:11

کابل ښار(پژواک، ٦ تله ٩٥): په کابل کې د سعودي عربستان سفير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د مرسته رسونې او بشري کارونو په برخه کې د فعال او پياوړي رول ترڅنګ له ترهګرۍ، بنسپالنې او بنسټپاله ډلو سره مبارزې ته زيات اهميت ورکوي.

د عربستان سفير مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب، دغه څرګندونې تېره شپه د سعودي عربستان د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو ته چې په کابل کې جوړ شوي وو، کړې دي.

هغه زياته کړه:((د سعودي عربستان شاهي هېواد د حرمين شريفين ټاټوبى او د مسلمانانو قبله ده، هغه هېواد چې اسلامي زده کړې، د سولې او عدالت دين ترې خپور شوى، د خپل جوړښت ٨٦ مې کليزې جشن داسې مهال جوړوي چې سږ کال يې د حج مراسم په برياليتوب سره پاى ته ورسول.))

سفيروويل:((د حرمين شريفين حکومت او شاه سلمان بن عبدالعزيز خپل ټول امکانات او زياته پاملرنه د حرمين شرفين، اسلام او مسلمانانو لپاره متمرکزه کړې ده.))

د مسفر بن عبدالرحمن ال غاصب په خبره، عربستان پر دې سربېره چې د مرسته رسونې او بشري مرستو د رسولو په برخه کې فعال او پياوړى رول لري، د بنسټپاله ډلو، بنسټپالنې او ترهګرۍ سره مبارزې ته ډېر زيات اهميت ورکوي.

هغه زياته کړه چې د سعودي عربستان حکومت ددغه هڅو د پياوړتيا لپاره د بشري مرستو د عملي کولو او رسولو لپاره د شاه سلمان په نوم مرکز پرانېستى او پر دې سربېره په پام کې لري چې د تلپاتې پراختيا د پياوړي کولو لپاره د سوله پالو هېوادونو سره د دوو اړخيزه او څو اړخيزه همکاريو او مشارکت لپاره د نړيوال امنيت او ثبات د خوندي کولو او پياوړتيا لپاره کار وکړي.

د سعودي سفير څرګنده کړه چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دوه اړخيزه اړيکو ته د افغانستان د امنيت او ثبات خوندي کولو او د خلکو د سوکالۍ لپاره ډېر اهميت ورکوي او په نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان په اړه خپله ونډه ادا کوي.

د سعودي دغه لوړ پوړي ديپلوماټ وويل:((له نېکه مرغه چې دا هڅې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د مثبت تحول لکه د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ليدنې، په ٢٠١٣ کال کې د داړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د هوکړه ليک لاسليک، په ٢٠١٥ زېږديز کال کې په  قضايي او قانوني برخه کې د هوکړه ليک لاسليک، د افغان- سعودي ګډ کميسيون جوړول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه همکارۍ پياوړې کوي، سبب شوي.))

په دې مراسمو کې چې د سفير په استوګنځي کې جوړ شوي وو، د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله، يو شمېر جهادي، سياسي او مذهبي مشرانو، د کابينې ځينو وزيرانو، واليانو، د ملي شورا يو شمېر غړو، د سولې شورا غړو او د حکومت سره د حزب مرکچي پلاوي ګډون کړى و. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.