ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې ١٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې ١٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Sep 2016 - 15:43
په بدخشان کې ١٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Sep 2016 - 15:43

فيض اباد (پژواک، ٦ تله ٩٥): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريد د ١٧ کسانو له مرګ ژوبلې سره پر شا تمبول شوى دى.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ وياند څارمن مسعود ارشد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ شاوخوا څلور بجې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې پيل شوى و او د نن سهار تر درېیو بجو پورې روان و.

هغه زياته کړه چې د دغه بريد په ترڅ کې د يوه طالب ډلمشر ملا حافظ په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپیان شوي دي.

هغه وويل چې د پنځو وسله  والو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، يو بل طالب له خپلې وسلې سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوى او د ملي اردوى يو سرتېرى هم وژل شوى.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ وياند وويل چې اوسمهال په ساحه کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

دا په  روانه اوونۍ کې پر جرم ولسوالۍ د وسله والو طالبانو دويم بريد دى چې د امنيتي چارواکو په خبره، په لومړي بريد کې يې ١٥ طالبان وژل شوي او پنځه نور نيول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.