ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په کرکټ کې د بنګله دیش پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه

افغانستان په کرکټ کې د بنګله دیش پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه

author avatar
28 Sep 2016 - 21:17
افغانستان په کرکټ کې د بنګله دیش پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه
author avatar
28 Sep 2016 - 21:17

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۵): افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د کرکټ لومړۍ درجې هیواد بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره ستره بریا ترلاسه کړه.

دا لوبه چې نن دتلې په ۷مه، د بنګله دیش دمیرپور ښار د شیربنګال په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۲۰۸ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف ورکړ. دافغانستان له لوري راشد خان ۳، محمد  نبي او میرویس اشرف ۲، ۲، نوین الحق او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د افغانستان لوبډله د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره چې کله لوبه پیل کړه، نو په لومړي سر کې یې څلور پیاوړي وسوځیدل، او لوبډله تر فشار لاندې راغله. نوروز منګل ۱۰، رحمت شاه صفر ، حشمت الله شهیدی ۱۴ او شهزاد محمدي په ۳۵ منډو وسوځید.

خو وروسته لوبډل مشر اصغر ستانکزي او محمد نبي عیسی خیل په زړه پورې لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې ۱۵۰ ته ورسولې، خو بریا ته نږدې دواړه وسوځیدل، اصغر ۵۷ او نبي په ۴۹ منډو وسوځیدل، په وروستیو کې نجیب څدران ۲۰ منډې جوړ کړې او د دولت ځددران څلوریزې وهلو سره افغانستان دا لوبه ګټله او ددریو لوبو لړۍ یې یو یو برابره کړه.  محمد نبي عیسی خیل د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه بنګله دیش له یوې سختې مقابلې وروسته ګټلې وه.

دریمه او وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.