واشنګټن (پژواک، ٧ تله ٩٥): امريکا په کندوز ولايت کې د افغان سرتېرو وژل وغندل او په ډاګه يې کړه چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې دنده پر مخ وړي.
وړمه شپه په کندوز ښار کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې ١٠ افغان سرتېري د خپلو دوو ملګرو لخوا وژل شوي وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د کندوز ياده پېښه وغندله.
هغه په ياده پېښه کې د وژل شويو افغان سرتېرو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.
ټونر زياته کړې: (( موږ پر دې باور يو چې افغان ځواکونه په ډېرې ميړانې سره د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع جګړه کوي او هره ورځ قربانۍ ورکوي.))
د نوموړي په وينا، امريکا او د ناټو متحدين د افغان ځواکونو مرستې، روزنې او همکارۍ ته ژمن دي او دې کار ته به ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن